اسلام آباد۔22اگست (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فراغت ترلاسه كوونكو ته پېښې ستونزې حل كولو كښې به بشپړ ملاتړ كولې شي۔ دا اعلان ده په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې د اغېزمن شویو زده كوونكو یو استازي پلاوي سره د خبرو په مهال وكړو۔ په پلاوي كښې ډاکټر آصف افریدی، ډاکټر وقاص اکبر، ډاکټر آصف نبي او …
د افغانستان طبي پوهنتونونو څخه فراغت ترلاسه كوونكو ته پېښې ستونزې حل كولو كښې به بشپړه مرسته كولې شي: فېصل کریم کنډی
اسلام آباد۔22اگست (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فراغت ترلاسه كوونكو ته پېښې ستونزې حل كولو كښې به بشپړ ملاتړ كولې شي۔ دا اعلان ده په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې د اغېزمن شویو زده كوونكو یو استازي پلاوي سره د خبرو په مهال وكړو۔ په پلاوي كښې ډاکټر آصف افریدی، ډاکټر وقاص اکبر، ډاکټر آصف نبي او ډاکټر ثمر شامل و. پلاوي ووئيل زمونږ د داخلې په وخت اړوندو افغان طبي پوهنتونونه د پي اېم ډي سي لخوا تسليم شده وو او مونږ د دغه وخت پالېسيو له مخې داخلې اغستې وې۔ بيا هم وروستو د بدل شوو پالېسيو اطلاق وړاندې څخه زده كړې ترلاسه كوونكو او فارغ شوو كسانو باندې هم كولې شي چې له امله يۍ مونږ سختو ستونزو سره مخ يو۔ ګورنر پلاوي ته ووئيل ځوانان زمونږ سرمايه دي ٬ د دوئي مسئلې حل كولو زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل چیئرمېن بلاول بھټو زرداری متحرک ځوان دے او هغه د ځوانانو حقونو لپاره د خپلې مور په مشن روان دے۔ ده ووئيل د اغېزمن شوو ګرېجوېټس مسئلې حل كولو له به هر فورم كارولې شي او په آئيني او قانوني چوكاټ كښې به هره ممكنه مرسته كولې شي۔ ده اړوندو چارواكو ته هدايت جاري كړو چې په دې اړه دې پي اېم ډي سي او نورو ذمه وارو سره رابطه كولو سره د زده كوونكو جائزې مسئلې حل كړې شي۔ پلاوي د مسئلو په اورېدو او ددې حل كولو له په باور وركولو د ګورنر مننه وكړه۔










