لاهور۔22 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسلام آباد پمز روغتون كښې د سی ټی کورونری اېنجیوګرافی سهولت نه فعال كېدو نوټس اخستلو سره انكوائري كمېټي جوړه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اسلام آباد پمز روغتون كښې د سی ټی کورونری اېنجیوګرافی سهولت نه فعال كېدو يا نشتوالي چارې نوټس اخستلو سره د حقائقو …
د وزيراعظم په پمز كښې د سي ټي كورونري اېنجيوګرافي سهولت نه فعال كېدو نوټس ٬ انكوائري كمېټي جوړه كړې شوه
لاهور۔22 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسلام آباد پمز روغتون كښې د سی ټی کورونری اېنجیوګرافی سهولت نه فعال كېدو نوټس اخستلو سره انكوائري كمېټي جوړه كړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اسلام آباد پمز روغتون كښې د سی ټی کورونری اېنجیوګرافی سهولت نه فعال كېدو يا نشتوالي چارې نوټس اخستلو سره د حقائقو تعين لپاره انكوائري كمېټي جوړولو سره هدايت كړې دې چې د دې چارې د ټولو اړخونو جاج اغستلو سره دې ذمه وار په ګوته كړې شي او خپل رپورټ دې وزيراعظم ته وړاندې كړي۔ د كمېټۍ چيئرمېن به د اسټېبلشمنټ ډويژن چيئرمېن وي۔ په نورو غړو كښې به سېکرټری نېشنل هېلتھ سروسز، رېګولېشنز اېنډ کوآرډینېشن ډویژن، اے اېف آئی سی څخه برېګېډیئر ډاکټر جهانزیب علی ، ډاکټر نصرت اے چوهدری، پروفیسر ډاكټر ندیم حیات ملک، برېګېډیئر (ر) ډاکټر عظمت حیات( پمز) او مسټر عمر فاروق ( سی ټی اېنجیو ټېکنیشن، اے اېف آئی سی) شامل وي۔ جاج به اغستلې شي چې په كال 2022ء كښې پمز د سی ټی کورونری اېنجیوګرام كولو صلاحيت لرلو او كه و نو دې لپاره اړينې تكنيكي آسانۍ ٬ بشري وسائل او سافټ ويئر تر كوم حد موجود وو۔ کمېټي به د کارډیالوجی او رېډیالوجی څانګو ترمينځه سی ټی کورونری اینجیوګرافی لپاره د باقاعدہ ریفرل مېکنزم، تړون او د انتظاميې د كردار په شمول د نورو اړوندو ضروري چارو او اړخونو هم جاج اخلي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې كمېټي به په دې اړه بشپړ رپورټ وړاندې كوي دغسې چې په دې اړه لا كارروائي د قانون او قواعد له مخې عملي كړې شي۔ نېشنل هېلتھ سروسز، رېګولېشنز اېنډ کوآرډینېشن ډویژن به د انكوائرۍ په مهال د كمېټۍ مرسته كوي۔










