اسلام آباد۔21اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د ملېزيا وزیراعظم داتو سري انور ابراهیم منطفه كښې د تل پاتي امن ودې لپاره د شريكو هلو ځلو پخلے كړے دے ۔د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په ویب پاڼه ایکس يو بیان كښې وزیراعظم ووئېل د ګران ورور وزیراعظم داتو سري انور ابراهیم سره په خبرو كولو خوشحاله شوے يم ،د هغه د صحت پوښتنه مې …
د ملېزيا وزیراعظم داتو سري انور ابراهیم سره په خبرو كولو خوةشحاله شوم ، د پاکستان او ملېزيا په ګتورو اړيكو د اطمینان څرګندونه ، وزیراعظم شهباز شریف
اسلام آباد۔21اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د ملېزيا وزیراعظم داتو سري انور ابراهیم منطفه كښې د تل پاتي امن ودې لپاره د شريكو هلو ځلو پخلے كړے دے ۔د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په ویب پاڼه ایکس يو بیان كښې وزیراعظم ووئېل د ګران ورور وزیراعظم داتو سري انور ابراهیم سره په خبرو كولو خوشحاله شوے يم ،د هغه د صحت پوښتنه مې وكړه او د هغه زر روغتيا او مكمل روغې سټې لپاره مې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ وزیراعظم ووئېل مونږ د پاکستان او ملېزيا په ګټورو اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړه او د خپلو تجارتي او د سرمایه کارۍ روابطو لا ژور والي لپاره مو عزم څرګند كړو ۔ ده ووئېل مونږ په سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د خلیج په وضعه هم خبرې وكړې او په منطقه كښې مو د تل پاتي امن لپاره د خپل شريك عزم پخلے وكړو









