اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د پاكستان او مليزيا وزيراعظمانو د دوه اړخيزه مرستې په موجوده ګتور پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره دا رفتار لا تندولو په خاص توګه شريك تجارت او د سرمايه كارۍ روابط ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه كړې ده ۔د جمعې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د مليزيا وزيراعظم داتو سري انور بن ابراهيم سره په ټيليفون خبرې وكړيې۔د وزيراعظم …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د مليزيا وزيراعظم داتو سري انور بن ابراهيم سره په ټيليفون خبرې٬د دوه اړخيزه مرستې په ګتور پېشرفت د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د پاكستان او مليزيا وزيراعظمانو د دوه اړخيزه مرستې په موجوده ګتور پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره دا رفتار لا تندولو په خاص توګه شريك تجارت او د سرمايه كارۍ روابط ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه كړې ده ۔د جمعې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د مليزيا وزيراعظم داتو سري انور بن ابراهيم سره په ټيليفون خبرې وكړيې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ترمينځه د شوو خبرو اترو په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډاكټر انور ابراهيم تپوس پوښتنه وكړه او د هغه زر او مكمل روغې سټې لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔دواړو وزيراعظمانو د پاكستان او مليزيا ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې په اوسني ګټور پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړو لارښودو دا رفتار لا تندولو په خاص توګه شريك تجارت او د سرمايه كارۍ روابط ته ودې وركولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ د خبرو اترو په مهال سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د خليج په صورتحال هم بحث وشو۔ډاكټر انور ابراهيم د پاكستان لخوا سيمه ايز امن لپاره شوې هڅې وستائېلې او د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ستائنې وړ هڅو٬مشرتابه او د لارښونې يې مننه وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د هڅو پرله پسې په ملاتړ د خپل مليزيا هم څنګ مننه وكړه۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان د امن ودې لپاره به د مليزيا پشمول ورور او دوست هېوادونو سره نزدې مرسته روانه ساتي۔په خاص توګه مينځني ختيز كښې تل پاتې امن لپاره به شريكې هڅې روانې ساتلې شي۔دغسې دواړو لارښودو نزدې سباؤن كښې په شريكه توګه په مناسب موقع ملاقات كولو ته اتفاق وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف وزيراعظم ډاكټر انور ابراهيم ته د خپل سهولت له مخې زر تر زره د پاكستان سركاري دورې د بلنې هم بيا ذكر وكړو۔









