اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په مسئلو د ګرينډ ډائيلاګ بلنې وركولو سره وئېلي دي په تېر وخت كښې چې څه شوي هغه شوي٬ټوپك ته لاس كول د قبلولو وړ نه دے ٬ څوك چې خپله لار سمولو ته چمتو دي هغوي ته هركلے وئېل پكار دي٬بلوچستان د پرمختګ او خوشحالۍ په زغل كښې شاملولو نه غېر پاكستان پرمختګ نشي كولې٬د مسئلو …
بلوچستان د پرمختګ او خوشحالۍ په زغل كښې د شاملولو نه غېر پاكستان پرمختګ نشي كولې٬د مسئلو حل په ښه مشاورت او د وسائلو په منصفانه وېش كښې دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان نېشنل وركشاپ ته وينا
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په مسئلو د ګرينډ ډائيلاګ بلنې وركولو سره وئېلي دي په تېر وخت كښې چې څه شوي هغه شوي٬ټوپك ته لاس كول د قبلولو وړ نه دے ٬ څوك چې خپله لار سمولو ته چمتو دي هغوي ته هركلے وئېل پكار دي٬بلوچستان د پرمختګ او خوشحالۍ په زغل كښې شاملولو نه غېر پاكستان پرمختګ نشي كولې٬د مسئلو حل په ښه مشاورت او د وسائلو په منصفانه وېش كښې دے٬ټولې جائز ګيلې به لرې كولې شي۔ده د جمعې په ورځ د بلوچستان نېشنل وركشاپ ته خطاب كولو چې پكښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬وفاقي وزيران٬ د اسمبلۍ غړي٬ د بلوچستان بيلو سياسي ګوندونو لارښود او مشران موجود وو ۔وزيراعظم وركشاپ ګډون كوونكو ته د حكومت لخوا هركلے اووې۔ده ووئيل بلوچستان د پاكستان هغه سيمه ده كومه چې په بلوڅو او پښتنو مشتمله ده او د كوم تاريخ چې به بهادرۍ٬مېلمستيا٬روادارۍ او عظيمو رواياتو نه عبارت دے۔وزيراعظم ووئيل د خبرو اترو مقصد يوازې د حكومت خبره اورېدل نه ده بلكې د ګډون كوونكو او بلوڅ اولس خبره اورېدل دي۔ده ياګېرنه وكړه چې پاكستان جوړېدو كښې سره د بلوچستان بيلو برخو پاكستان سره الحاق كړے ٬قاضي محمد عيسٰی٬مير جعفر خان جمالي٬اكبر بګټي پشمول بلوچ مشرانو او اولس د پاكستان سره الحاق كړے ؤ ٬ ده ووئېلب د دغې نه پس په لسيزو كښې چې كومې پیښې او حالات رامخې ته شول هغه د تاريخ برخه ده٬د بلوچستان معاملات د خبرو اترو د لارې حل كول پكار وو۔ په 1970 كښې بلوچستان ته د څلورمې صوبې درجه ترلاسه شوې٬بلوچستان د معدنيات پشمول نورو وسائلو څخه ډكه شتمنده صوبه ده خو دا وسائل سمندر او په غرونو كښې ښښ دي٬د دغې څخه استفادې لپاره سرمايه او مهارت ضرورت دے ٬ ده ووئېل وفاق او صوبې په ګډه دغې لپاره اقدامات كولې شي۔ده د بلوچستان مسائل جائز ګرځولو سره ووئېل د جغرافيې په لحاظ سره د لويې صوبې په حېث د تعليم و روغتيا آسانيو او سترو لارو په چورولو كښې ستونزې رامخې ته دي٬د دې مسئلو حل لپاره مشاورت او د وسائلو منصفانه وېش ته ضرورت دے خو د مسئلو په اړه ټوپك راغستل هېڅ جواز نه لري۔ ده ووئېل څوك هېواد سره مينه لرونكې دا نشي كولې٬په بلوچستان كښې به مزدورۍ يا د شناخت په بنياد خلق وژل جائز نه دي٬په خبرو اترو مسئلې حل كول پكار دي۔وزيراعظم ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره په ګډه د كراچۍ نه چمن اين 25 ستره لار جوړوو٬ د 415 اربه روپو منصوبه وفاق پېل كړې٬دا د څلورو واړو صوبو د اولس پيسه وه كومه چې په بلوچستان لګي٬دا د پلوچستان اولس لپاره ده۔ ده ووېئل په تېر وخت كښې چې څه شوي هغه شوي٬اوس به د مسئلې حل له ګرينډ ډائيلاګ كول وي٬كه زمونږ زامن او لونړه خپله لاره سمولو لپاره چمتو دي نو هغوي ته هركلے وئېل پكار دي۔ وزيراعظم د افسوس څرګندونه وكړه چې د بده مرغه په ستره لار خواري كښ شهيدان كېږي۔په دې موقع د وركشاپ ګډون كوونكو سره د پوښتنې او ځواب په دمه كښې وزيراعظم ووئيل د وفاق لخوا د بلوچستان 9 ضلعو كښې دانش سكولونه جوړيږي چې پكښې د ايچي سن معيار تعليم وركولې شي ځكه چې د بلوچستان پسمانده سيمو ماشومان هم د معياري تعليم حقدار دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د كوئټې چمن سترې لارې لپاره نورې 100 يا 200 اربه روپۍ هم وركولو له چمتو يو خو كه د ترهه ګرۍ مخ نيوې ونه شو نو په صوبه كښې د پرمختګ عمل د مخ نيوي اندېښنه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل آئي ټي برآمدات كښې 21 فيصد اضافه شوې٬په دې كښې نور زياتوالے هم متوقع دے٬د وريژو كروندګرو ته برآمدات كښې د كمي له امله 11 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې دغسې چې هغوي د نورو هېوادونو مقابله وكړي او هېواد ته ډالر راشي٬يوازې د يو آئټم قاچاق مخ نيوي څخه 125 اربه روپۍ قامي خزانې ته راغلې٬ ده ووئېل كه د اولس ګټې له په ګډه كار وكړو نو پرمختګ او د خوشحالۍ انقلاب راتللے شي۔وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب كښې د پېټروليم وزير علي پروېز ملك ته كوئټې د تللو او په صوبه كښې په يخنۍ كښې د ګاز لوډشيډنګ مسئله حل كولو هدايت وكړو ۔د بلوچستان وزيراعلٰی د وزيراعظم په هدايت ووئيل په صوبه كښې د دوه روغتونونه د زړه د رنځ علاج كوي۔ده سولر ټيوب ويلز په پروژه هم د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل كروندګرو ته دغې څخه لويه ګټه رسېدلې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم لوظ وكړو چې تر بشري حد به د بلوچستان پرمختګ لپاره وسائل وركوو خو د امنيت ذمه وارۍ به اخستل وي۔









