اسلام آباد۔21اګست (اے پي پي) د طالبان رجیم خلاف په تېره يوه اوونۍ كښې مزاحمتي هلو څلو كښې څرګنده تندي راغلې، كومې چې بېلا بېلو ولايتونو كښې د طالبانو په امنيتي ډھانچه د زياتېدونكې فشار خبر وركوي ۔د میډیا رپورټس تر مخه د افغان فریډم فرنټ ( اے ایف ایف)، این آر ایف او اے یو ایف بغلان، کندوز، بدخشان، هلمند او قندھار كښې هدفي بريدونه كړي او نيغ …
په ګرد افغانستان كښې مزاحمت كښې تندي راغله ، د طالبان رجیم په هېواد کمزورے كېدونكې كنټرول
اسلام آباد۔21اګست (اے پي پي) د طالبان رجیم خلاف په تېره يوه اوونۍ كښې مزاحمتي هلو څلو كښې څرګنده تندي راغلې، كومې چې بېلا بېلو ولايتونو كښې د طالبانو په امنيتي ډھانچه د زياتېدونكې فشار خبر وركوي ۔د میډیا رپورټس تر مخه د افغان فریډم فرنټ ( اے ایف ایف)، این آر ایف او اے یو ایف بغلان، کندوز، بدخشان، هلمند او قندھار كښې هدفي بريدونه كړي او نيغ پخ نيغه نښې شوي دي ، چې پكښې د طالبانو پوځي مرکزونه ، امنيتي پوستې، مورچې او مهم تنصیبات په نخښه كړے شوي ۔ په 16 اګست این آر ایف د بغلان په فیرنګ اولسوالۍ كښې طالبان په نخښه كړل چې پكښې 1 طالب اهلکار وژل شو او 2 ژوبل شول ۔ په 15 اګست قندوز كښې د طالبانو په اووم پولیس زون بريد كښې 3 طالبان ووژل شول او يو پوځي ګاړے تباہ شو ۔ په 16 اګست AFF د بدخشان ولايت په زیبک كښې د طالبانو په ځايونو بريد وكړو چې پكښې 6 طالبان مړه او 8 ژوبل شول ۔ د افغان فریډم فرنټ تر مخه طالبانو ته په څو ځايونو كښې یه شا تلل ورپغاړل شول او ځېنې ځايونه او مورچې د فرنټ په قبضه كښې راغلې ۔ په 20 اګست زیبک كښې يو وارې بيا بريد وشو كوم چې تر 3 نيمو ساعتو روان ؤ ٬ په دغه ڼښته كښې 6 طالبان ووژل شول او د لږ نه لږ 10 ژوبل شول٬ دغسې د طالبانو د اړخه د ګڼو مورچو د بېرته نيولو هڅې ناكامه كړې شوې ۔ په 19 اګست فیض آباد كښې د طالبانو والي دفتر او په امنيتي پوسته افغان فریډم فرنټ د راکټ بريد وكړو او تر نيم ساعت دغه نښته روانه وه چې پكښې 4 طالبان وژل شول او 5 ژوبل شول ۔ په 18 اګست اے یو ایف په لښکرګاہ كښې د کارروائۍ په مهال 4 طالبان ووژل او يو د رینجر ګاړی تباہ وكړو ،دغسې په 19 اګست قندھار كښې د طالبانو د 205 کور په پوځي مرکز داخلي لاره بريد كښې 5 طالبان ووژل او 3 ژوبل شول او يو پوځي ګاړی تباہ شو ۔ په يوه اوونۍ كښې د لږ نه لږ 29 طالبان اهلکار مړه او 28 ژوبل او دغسې 3 ګاړي تباہ شول ۔ بغلان، کندوز، بدخشان، هلمند او تر قندھار د مزاحمت خپرېدل دا څرګندوي چې شخړه تر كومې يوې سيمې محدود نه ده ۔ 5 كاله پس هم طالبان د بشپړ کنټرول ادعا کوي ،خو زياتېدونكې بريدونه ، تمبېدل او پرله پسې نښتې د دغې ادعا حقیقت ښائي ۔









