اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مليزيا د كورنيو چارو وزير داتوك سري سيف الدين نصر بن اسماعيل ېره د خپل پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او مليزيا ترمينځه پارليماني٬سياسي٬اقتصادي٬تعليمي او دفاعي روابط لا زياتولو ته اتفاق راغلو ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن د مليزيا داخله وزير تود هركلي كولو سره …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ملېزيا داخله وزير د خپل پلاوي سره ملاقات٬د پاكستان او د ملېزيا ترمينځه پارليماني٬سياسي٬اقتصادي٬تعليمي او دفاعي روابط لا زياتولو ته اتفاق
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د مليزيا د كورنيو چارو وزير داتوك سري سيف الدين نصر بن اسماعيل ېره د خپل پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او مليزيا ترمينځه پارليماني٬سياسي٬اقتصادي٬تعليمي او دفاعي روابط لا زياتولو ته اتفاق راغلو ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن د مليزيا داخله وزير تود هركلي كولو سره ووئيل د پاكستان او مليزيا اړيكې په شريك تاريخ ٬ ورورولۍ او شريك مذهب او كلتوري اقدارو اډانه دي او د اعلٰی كچې دورو تبادلو څخه د دواړو هېوادونو اړيكو ته نوې تقويت ترلاسه دے۔ده ووئيل پاكستان د مليزيا معزز بادشاه او ملكه پاكستان راتګ ته په طمعه دے او د مليزيا خارجه وزير د پاكستان دورې هم خوښي لرو۔ده د وزارتي كمېشن راتلونكې غونډې زر كولو هيله څرګندولو سره د بنديوانو منتقلۍ په نړيواله لوظ نامه د لاس ليك هركلے وكړو۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د پاكستان او مليزيا ښې سياسي اړيكې به په قوي تجارتي او اقتصادي شراكتدارۍ بدلول وي٬د مليزيا سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ده ووئيل پاكستان د مليزيا كاروباري ادارو لپاره د افغانستان٬مينځنۍ آسيا او تر مغربي چين د رسنې دروازه جوړېدې شي٬د پاكستان او مليزيا ترمينځه سيمي كنډكټر په څانګه كښې د مرستې هم پراخه امكانات موجود دي۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان نزدې 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده او ځوانان د هېواد ښه اثاثه ده٬پاكستان د مليزيا افرادي قوت ضروريات تر سره كولو كښې خپل كردار ادا كولو لپاره چمتو دے۔په دې موقع د مليزيا داخله وزير داتوك سري سيف الدين نصر بن اسماعيل ووئېل مليزيا پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې لا د مستحكمولو خوښي لري۔په ملاقات كښې دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني٬سياسي٬اقتصادي٬تعليمي او دفاعي روابط ته لا ودې وركولو له د عزم پخلے وشو۔









