اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي حكومت د لوبو ودې او ځوانانو ته ښې آسانۍ وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي او په ګراس روټ ليول د لوبو ډاډګيرنې ته پام لرنه كوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وقار النسا كالج فار ويمن پېنډۍ كښې د هاكۍ كټس وېشلو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث د …
حكومت د لوبو ودې لپاره بشپړ اقدامات كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي حكومت د لوبو ودې او ځوانانو ته ښې آسانۍ وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي او په ګراس روټ ليول د لوبو ډاډګيرنې ته پام لرنه كوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د وقار النسا كالج فار ويمن پېنډۍ كښې د هاكۍ كټس وېشلو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث د خطاب كولو په مهال كړې۔په دې موقع ده د پینډۍ ضلعې هاكۍ لوبغاړو زده كوونكو له 127 كټس وركړل۔بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل د كټس وېشلو مقصد لوبغاړو ته د لوبو ضروري آسانۍ وركول او هاكۍ ته په لاندې كچه وده وركول دي۔ده ووئيل وفاقي او پنجاب حكومت د ځوانانو د صلاحيت ډاډګيرنې لپاره عملي اقدامات روان ساتلې دي۔بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل په ګراس روټ ليول هاكۍ ته ودې وركولو سره د سباؤن ښه لوبغاړي رامخې ته كېدې شي كوم به چې په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه كړي۔









