د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬راتلونكو اوونيو كښې د پاكستان  د  ترسره كېدونكو اعلٰی كچ سفارتي مصروفيات جاج واغستلے شو

  اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د يوې غونډې مشري وكړه چې پكښې د راتلونكو اوونيو په مهال د پاكستان د ترسره كېدونكو اعلٰی كچ سفارتي مصروفيات جاج واخستلے شو ۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د راتلونكو سفارتي هلو ځلو په اړه مهم ترجيحات ته د خاص پام  لرنې هدايت كولو سره د پاكستان …

 

اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د يوې غونډې مشري وكړه چې پكښې د راتلونكو اوونيو په مهال د پاكستان د ترسره كېدونكو اعلٰی كچ سفارتي مصروفيات جاج واخستلے شو ۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د راتلونكو سفارتي هلو ځلو په اړه مهم ترجيحات ته د خاص پام  لرنې هدايت كولو سره د پاكستان سفارتي مقاصد په موثره ډول   مخ په وړاندې بوتللو لپاره رهنمائي وركړه ۔سينيټر محمد اسحاق ډار د دې مهمو مصروفياتو د چمتوالي نيولو هم جاج واخست او د دې د كاميابې لپاره يې ټولو اړوند څانګو ترمينځه د موثره او مربوط مرستې په اهميت زور راوړو۔په غونډه كښې خارجه سېكرټري آمنه بلوچ او د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون كولو ۔

مزید خبریں