اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د ترهګرۍ ټولو ځپليو او شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ ځپليو كورنيو د حقونو او عزت تحفظ د رياست ذمه واري ده،۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې سينيټر اعظم نذير تارړ دا خبره د ترهګرۍ خپليو په ياد او دوي ته د پېرزوئنو وړاندې …
د ترهګرۍ ځپليو كورنيو د حقونو او عزت تحفظ د رياست ذمه واري ده، اعظم نذير تارړ
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د ترهګرۍ ټولو ځپليو او شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ ځپليو كورنيو د حقونو او عزت تحفظ د رياست ذمه واري ده،۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې سينيټر اعظم نذير تارړ دا خبره د ترهګرۍ خپليو په ياد او دوي ته د پېرزوئنو وړاندې كولو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيدانو كورنيو سره د بشپړه يوالي څرګندونې كولو سره ده ووئيل قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركوونكو د امنيتي ځواكونو اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو كورنيو قربانيو او حوصلې ته په درنه سترګه ګوري۔ سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل انتها پسندي، عدم برداشت او د نفرت خاتمې لپاره اجتماعي هلې ځلې ضروري دي۔ وفاقي وزير ووئيل د قانون واكمني او انصاف د سوله ايز او خوندې ټولنې بنيادونه دي٬ ځپليو لپاره انصاف، تحفظ، قانوني معاونت او د بحالۍ مؤثره نظام د حکومت په ترجيحات كښې شامل دي۔ ده د ترهګرۍ په ضد د ځپليو مرسته او بحالي قامي او رياستي ذمه واري ګرځولو سره ووئيل پاکستان امن، انصاف، بشري حقونو او د قانون د واكمنۍ په عزم ولاړ دے۔









