د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيدو شوو د بې ګناه وګړو ٬ د مېړنو اهلكارو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔ سردار اياز صادق

  اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي ترهګري د انسانيت  په ضد سنګين جرم او د نړيوال امن او سلامتيا لپاره لوي خطر لري ٬ د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيدو شوو بې ګناه وګړو ٬ امنيتي ځواكونو او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د مېړنو اهلكارو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔ د جمعې په ورځ د ترهګرۍ …

 

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي ترهګري د انسانيت  په ضد سنګين جرم او د نړيوال امن او سلامتيا لپاره لوي خطر لري ٬ د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيدو شوو بې ګناه وګړو ٬ امنيتي ځواكونو او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د مېړنو اهلكارو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي۔ د جمعې په ورځ د ترهګرۍ ځپلو په ياد كښې د نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل پاکستان د تېرو څو لسيزو راهسې د ترهګرۍ لعنت په ضد جنګ كوي او په دې جنګ كښې ټول قام بې مثاله قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدو شوو زمونږ مېړنو ځوانانو او د بې ګناه وګړو قربانۍ د قامي تاريخ روښانه باب دے٬ د دوي قربانۍ به عبث نه ځي٬ ده ووئېل قام به د خپلو شهيدانو او د هغوي كورنيو ته تل په احترام او درنه سترګه ګوري۔

مزید خبریں