د وفاقي وزير احسن اقبال د نيشنل انسټيوټ آف ايكسيلنس ان ټيچر ايجوكيشن دوره٬د تعليمي معيار ښه كولو د اقدامات جاج واغستلے شو

  اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د نېشنل انسټي ټيوټ آف ايكسيلنس ان ټيچر ايجوكيشن دوره وكړه او د ادارې د هلو ځلو٬د استاذانو د تربيي او د تعليمي معيار ښه كولو  لپاره يې د روانو اقداماتو جاج واغست۔په دې موقع په خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل تعليم د هر قام د پرمختګ او خوشحالۍ د …

 

اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د نېشنل انسټي ټيوټ آف ايكسيلنس ان ټيچر ايجوكيشن دوره وكړه او د ادارې د هلو ځلو٬د استاذانو د تربيي او د تعليمي معيار ښه كولو  لپاره يې د روانو اقداماتو جاج واغست۔په دې موقع په خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل تعليم د هر قام د پرمختګ او خوشحالۍ د ملا تير دے٬ د هر قام بنيادي ضرورت دے چې هغوي خپل ځوانان نسل ته ښه علم وركړي او په دې كښې پېداواري صلاحيت راپېدا كړي۔احسن اقبال ووئيل  د كال 2013 نه تر 2018 په مهال د تعليم وزارت ته نصاب٬امتحاني نظام او د استاذانو تربيت كښې اصلاحات لپاره څلور مهمې پروژې وركړې شوې وې  ۔نن  د نېشنل انسټي ټيوټ آف ايكسيلنس ان ټيچر ايجوكيشن په ليدلو خوشحالي محسوسوم٬دا د منصوبه بندۍ وزارت نال كړے شوے بوټے دے كوم چې نن يوه لويه ګوره اونه جوړه شوې ده۔ده ووئيل زمونږ نصاب دا مهال موثر او ښه كدې شي  چې زمونږ استاذان د جديد دور تقاضو او تدريسي طريقو څخه هم غږي كرې شي۔ استاذ يوازې يو استاذ نه بلكې يو مشن او د ټولنې جوړولو ذريعه ده۔وفاقي وزير ووئيل  پاكستان له به د كټ اينډ پيسټ نالج كلتور څخه په وتلو  زده كوونكو كښې تخليقي او تنقيدي سوچ پیدا كول وي۔زمونږ مقصد يوازې كتابونه لوستر نسل جوړول نه بلكې مونږ له د كتاب لوستونكې په ځائے د كتاب نسل جوړول دي۔احسن اقبال ووئيل د جديد سائنس او ټېكنالوجۍ تعليم سره نوے نسل د خپل قامي شناخت٬تهذيب څخه هم خبرول ضروري دي٬مونږ له راتلونكې نسلونه د پاكستان باور لرونكې  سفيران جوړول دي۔ده ووئيل د تحقيق سفر د كلاس روم نه شواهد٬شواهد څخه پالېسي او پاليسۍ څخه بيا تر ښه تدريسي عمل پكار دے۔احسن اقبال ووئيل  د استاذانو معيار يوازې تعليمې مسئلې نه بلكې د پاكستان معاشي پرمختګ او د سباؤن بنيادي مسئلې هوارول هم دي ۔وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ يو داسې اسټيټ آف دي آرټ ټيچر ټريننګ سينټر جوړول غواړو كوم چې د سوئېلي آسيا يوه ښه اداره وي او نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې نړۍ لپاره يو رول ماډل وي۔

 

 

 

مزید خبریں