اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د عمران روغتيا ته هېڅ خطر نشته٬هغه روغ جوړ دے٬د هغه په روغتيا بايد سياست ونه كړې شي ٬پخپل دور كښې عمران خان د شريفو وروڼو پشمول د ټولو رنځورانو پورې په جلسو كښې ټوقې كولې د كومو وډيوز چې د دې ايوان په سكرينونو ښودلې كېږي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ګوهر …
د عمران خان روغتيا ته هېڅ خطر نه دې پېښ٬په دې بايد سياست ونه كړے شي۔خواجه آصف
اسلام آباد 21 اكست (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د عمران روغتيا ته هېڅ خطر نشته٬هغه روغ جوړ دے٬د هغه په روغتيا بايد سياست ونه كړې شي ٬پخپل دور كښې عمران خان د شريفو وروڼو پشمول د ټولو رنځورانو پورې په جلسو كښې ټوقې كولې د كومو وډيوز چې د دې ايوان په سكرينونو ښودلې كېږي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ګوهر علي خان د اعتراض د نكتې په ځواب كښې ده ووئيل د عمران خان خور كومه چې ډاكټره هم ده د هغې عمران خان سره ملاقات شوے ٬ د هغه ذاتي معالج د دې ايوان يو معزز غړي ته وئېلي دي چې د عمران خان د سترګې مسئله وه كومه چې اوس په ورو ورو ښه شوې ده٬د هغه صحت ته كوم خطر نشته ٬ ده ووئېل د بلډ پريشر ميډيسن هغه خوري او دا د عمر مسئله ده٬هغه هره ورځ درې ساعته ورزش كوي٬د معمول له مخې ښه خوراك خوري٬د هغه په صحت دې سياست ونه كړے شي۔ده ووئيل چې زه كله په زندان كښې ووم نو جناح روغتون كښې زما د عملياتو په وخت د يو سائيكاټرسټ ډيوټي لګولې شوې وه چې د آپريشن وډيو راوليږي چې د ده آپريشن شوے دے كه نه٬ ده ووئېل زمونږ ناروغتيا او ستونزې به رامخې ته كولې شوې ٬عمران خان د عدالت په حكم روغتون ته بوتللے شوے٬د هغه رپورټس به كتلے شي٬د هغه د صحت په اړه د فكر كولو هېڅ خبره نشته۔ده ووئيل سياست يو مشكل كار دے٬په دې كښې آزمېښتونه راځي۔









