د پي ټي آئي باني سره د طبي معائنې او د تشخيصي پړاٶنو په مهال مشره خور موجود وه۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د پي ټي آئي باني سره د طبي معائنې او د تشخيصي پړاٶنو په مهال مشره خور عظميٰ خان  موجود وه، د  پوهه ډاکټرانو پشمول د ميډيکل بورډ د معائنې نه وروستو د باني پي ټي آئي طبي حالت مستحکم وګرځولے شو۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده …

 

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د پي ټي آئي باني سره د طبي معائنې او د تشخيصي پړاٶنو په مهال مشره خور عظميٰ خان  موجود وه، د  پوهه ډاکټرانو پشمول د ميډيکل بورډ د معائنې نه وروستو د باني پي ټي آئي طبي حالت مستحکم وګرځولے شو۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل د شفاء انټرنيشنل روغتون نه بهر غېر معمولي ګڼه او د سکيورټي صورتحال له امله د پي ټي آئي باني پمز ته منتقل كړے شو چرته چې د  پوهه ډاكټرانو په نګرانۍ كښې تفصيلي طبي معائنه، تشخيص او علاج وشو٬ ټول ضروري طبي مراحل بشپړ شول او د  پي ټي آئي د باني د روغتيا صورتحال بيخي واضحه دے۔ ده ووئيل د روغتيا په څېر حساس معاملې ته دې د سياسي شخړې يا د غير ضروري تريخوالي رنګ ورنه كړے شي، په معامله د حقائقو له مخې دې ټولې ډلې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔

مزید خبریں