سپيکر سردار اياز صادق سره د ماليزيا داخله وزير په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د جمعې په ورځ د ماليزيا داخله وزير سيف الدين ناسوټين بن اسماعيل په مشرۍ كښې شپږ كسيز پلاوي وليدل٬ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو په زړو ورورولۍ په اړيكو٬ دوه اړخيزه مرستې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر د ماليزيا …

 

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د جمعې په ورځ د ماليزيا داخله وزير سيف الدين ناسوټين بن اسماعيل په مشرۍ كښې شپږ كسيز پلاوي وليدل٬ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو په زړو ورورولۍ په اړيكو٬ دوه اړخيزه مرستې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر د ماليزيا داخله او د  هغه د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع داخله وزير مملكت طلال چوهدري هم موجود ٶ۔ سردار اياز صادق د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د پارلماني مرستې د ودې په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل  پارلماني فرينډشپ ګروپس د شريكو روابطو په وده كښې مهم كردار لوبولے شي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري، کاروباري روابط او د تعليم پشمول په يو شمېر څانګو كښې د مرستې بلها موقعې موجود دي۔ دغسې دواړو مشرانو د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه اولسي٬ پارلماني او اقتصادي روابط لا مضبوطولو ته اتفاق وكړو۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں