اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سېنېټ ته ووئيل شول پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) د مېرمنو كركټ ودې او ترقۍ لپاره هر كال زيات فنډز بېلوي٬ د كراچۍ هائي پرفارمنس سنټر په خاص توګه مېرمنو كركټ لپاره بېل كړے شوے ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د کابينه ډويژن لخوا په تحريري توګه ووئيل شول پي سي …
پي سي بي د مېرمنو كركټ ودې او ترقۍ لپاره هر كال زيات فنډز بېلوي۔ کابينه ډويژن
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سېنېټ ته ووئيل شول پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) د مېرمنو كركټ ودې او ترقۍ لپاره هر كال زيات فنډز بېلوي٬ د كراچۍ هائي پرفارمنس سنټر په خاص توګه مېرمنو كركټ لپاره بېل كړے شوے ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د کابينه ډويژن لخوا په تحريري توګه ووئيل شول پي سي بي د خپلواكې ادارې په حېث د حكومتي مداخلې نه غېر خپله تګلاره جوړوي٬ ګرد هېواد كښې اکيډميز په بشپړه توګه فعاله دي چرته چې د وظفائي كوچز په نګرانۍ كښې ټول كال كوچنګ او تربيه وركړې كېږي چې مقصد ېې د ځوانانو ټېلنټ پاليش كول دي، د هېواد د کرکټ ډھانچه لا مسابقتي كړې شوې ده٬ پي سي بي هر كال د درېو څلورو نړيوالو دورو انتطام كوي چې وروسره د ډلې په كاركردګۍ كښې ځانګرے ښه والے راغلے دے او نړيوال رينکنګ زياتېږي، د انډر 19 رامخې ته كېدونكو لوبغاړو ته خاص پام ګرځولې كېږي٬ د لوبغاړو مركزي او په ملکي كچه اېګرېمنټ سره سره مېچ فيس هم وركولې كېږي۔









