پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت د دې عزم څرګندونه كړې ده چې د دښمن ناوړه عزائم به د قام په اجتماعي لوظ او د رياستي نه كمزورو كېدونكو ، عزم لرونكو او پرېكنده كارروائيو د لارې ناكامه كولې شي، د دښمن د پروپيګنډې جامع او د ېرې نه غېر …
د دښمن ناوړه عزائم به د قام په اجتماعي لوظ او د رياستي نه كمزورو كېدونكو ، عزم لرونكو او پرېكنده كارروائيو د لارې ناكامه كولې شي۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير
پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت د دې عزم څرګندونه كړې ده چې د دښمن ناوړه عزائم به د قام په اجتماعي لوظ او د رياستي نه كمزورو كېدونكو ، عزم لرونكو او پرېكنده كارروائيو د لارې ناكامه كولې شي، د دښمن د پروپيګنډې جامع او د ېرې نه غېر مقابله كول٬ ناسمه بيانيه بې نقابه كول او د بلوچستان او د اولس حقيقي صلاحيت٬ پرمختګ او هيلې رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشانِ امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت د بلوچستان نوموړو شخصياتو او سياسي قيادت سره ملاقات كړے چې پكښې چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز په دې خبره زور راوړو چې د بلوچستان او پاکستان حال او سباون يو دے يو تل به يو وي۔ ده ووئيل د بلوچستان د صلاحيت لرونكې ، ثابت قدم، محب وطن او د وقار لرونكې اولس خاروه ده٬ ده ووئېل واضحه قامي بيانيه٬ تل پاتي امن او استحكام د صوبې حقيقي معاشي صلاحيتونه كارولو، سرمايه کاري راغب كول او د بلوچستان زيات انساني و قدرتي وسائل د اولس په حقيقي خوشحالۍ بدلولو لپاره بنيادي اهميت لري۔ فيلډ مارشل زور راوړو چې د بلوچستان په زلمو كښې د صلاحيت او موقعو هېڅ كمے نشته٬ ځوانان زمونږ د ټولنې زيات فعاله او اميد راكونكې طبقه ده ۔ ده ووئيل ځوانان اختيارمنده جوړول او دوي ته د هېواد په پرمختګ كښې د كردار لوبولو موقعې وركول تل پاتې پرمختګ لپاره مرکزي حيثيت لري۔ ده ووئيل فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان په غير ملکي سرپرستي كښې كار كوٶنكې پراکسيز شته څوك چې دښمن عناصر په بلوچستان كښې عدم استحکام٬ په پرمختګ كښې خنډان راولاړولو او د رياست او اولس ترمېنځه خليج پيدا كولو لپاره استعماوي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د دښمن ناوړه عزائم به د قام په اجتماعي عزم او د رياست په نه كمزورو كېدونكو، عزم او پرېكنده كارروائيو د لارې ناكامه كولې شي۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير د بلوچستان د نوموړو شخصياتو او سماجي مشرانو د امن ودې٬ د سماجي همكارۍ استحكام او ګټوره قامي مکالمې مخ په وړاندې بوتللو كښې د كردار ستائنه وكړه۔ ده زور راوړو چې د دښمن د پروپيګنډې جامع او د ېرې نه غېر مقابله كول٬ ناسمه بيانيه بې نقابه كول او د بلوچستان او د اولس حقيقي صلاحيت٬ پرمختګ او هيلې رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ ده واضحه كړه چې د بلوچستان تقدير يوازې د بلوچ اولس په لاسو كښې دے ٬ دغس ېنوموړو شخصياتو او ګډون كوونكو د بلوچستان او پاکستان امن، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ دوي په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د رامخې ته شوو خطرو په ضد رياست او پاك پوځ سره اوږه په اوږه اودرېدو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ ګډون كوونكو اولس پلو د ګرځولي شوي پرمختګ په اړه د خپل كردار لوبولو لپاره د پوخ عزم څرګندونه وكړه دغسې چې سوله ايز، مستحکم او خوشحال بلوچستان جوړېدل ممكن شي چرته چې يوازې د صداقت بريا وي او د دښمن قواو بيانيه د هغوي د خپلې پروپيګنډې او دروغو د لاندې دفن شي۔









