د پاکستان او چين اقتصادي او تجارتي مرسته لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت

  اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او چين ترمېنځه اقتصادي او تجارتي مرسته لا قوي كولو په خاص توګه کاروباري روابطو ته د ودې وركولو او د شريكې مرستې د نوو موقعو د لټولو په ضرورت زور راوړلے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه ده چائنا افريقه اينډ ايشيا …

 

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او چين ترمېنځه اقتصادي او تجارتي مرسته لا قوي كولو په خاص توګه کاروباري روابطو ته د ودې وركولو او د شريكې مرستې د نوو موقعو د لټولو په ضرورت زور راوړلے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه ده چائنا افريقه اينډ ايشيا ټريډ اينډ کوآپريشن پروموشن ايسوسي ايشن صدر هاؤ يوئي جياؤ سره ملاقات كښې كړې چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او د سرمايه كارۍ روابطو ته د ودې وركولو د هلو ځلو هركلے وكړو او په شريكو مفاداتو اډانه مرستې د پراخه كولو په اهميت ئې زور راوړو۔ په دې موقع سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود ٶ۔

مزید خبریں