پنډي۔ 21 اګست (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د امنيتي چبلنجونو مقابلې لپاره د پاكستان او سوريه د مرستې او شريكو هلو ځلو په اهميت زور راوړے دے ۔ د جمعې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) نه جاري بيان تر مخه سر لښكر سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) هلال جرآت سره د …
چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د سوريه خارجه وزير اسعد حسن الشيباني ملاقات٬ د امنيتي چېلنجونو مقابلې لپاره د شرېكې مرستې په اهميت زور
پنډي۔ 21 اګست (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د امنيتي چبلنجونو مقابلې لپاره د پاكستان او سوريه د مرستې او شريكو هلو ځلو په اهميت زور راوړے دے ۔ د جمعې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) نه جاري بيان تر مخه سر لښكر سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) هلال جرآت سره د سوريه خارجه وزير اسعد حسن الشيباني بشمول د خپل پلاوي په جنرل هيډ كوارټر (جي ايچ كيو) پنډۍ كښې ملاقات وكړو چې پكښې د شرېكې خوښې په چارو ٬ د سيمه ايز امنيت په صورتحال او دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرستې لا پراخه كولو په امكانات خبرې وشوې۔ چيف آف ډيفنس فورسز د سوريه سره د پاكستان زړې د ورورولۍ اړبكې رامخې ته كړې او نړيوال امن او د سيمه ايز استحكام په اړه يې د پاكستان موقف نه خبر كړل۔ ده د شريكو امنيتي چلبنجونو مقابلې لپاره د مرستې او د شريكو هلو ځلو په اهميت راوړو۔ د سوريه خارجه وزير د سيمه ايز امن او د استحكام ودې لپاره د پاك پوځ او د پاكستان د وسله والو ځواكونو پېشه وره كردار وستائېلو۔ دواړو ډلو د اړيكو لا مضبوطولو او د دفاع و امنيت په څانګو كښې د روابط او مرستې لا پراختيا له د خپل عزم پخلے وكړو۔









