اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي) د پارلیماني چارو وفاقي وزير ډاکټرطارق فضل چوهدري وئېلي دي د عدالتونو نه سزا شوو كسانو ته ریلیف هم د قانوني او عدالتي طریقه کار تر مخه تر لاسه كېدې شي ، د كوم هم وزیراعظم په انتظامي حکم د عدالت څخه د سزا شوو كسانو سزا ختمېدې شي نه پكښې بدلون كېدې شي ۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس …
د اپوزیشن د اړخه په حکومت د ذاتي انتقامي کارروائۍ تور درست نه دے ، د عدالتونو څخه سزا شوو كسانو ته ریلیف د قانوني او عدالتي طریقه کار تر مخه تر لاسه كېدې شي ، طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي) د پارلیماني چارو وفاقي وزير ډاکټرطارق فضل چوهدري وئېلي دي د عدالتونو نه سزا شوو كسانو ته ریلیف هم د قانوني او عدالتي طریقه کار تر مخه تر لاسه كېدې شي ، د كوم هم وزیراعظم په انتظامي حکم د عدالت څخه د سزا شوو كسانو سزا ختمېدې شي نه پكښې بدلون كېدې شي ۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس خپل بيان كښې ده ووئېل د اپوزیشن د اړخه په حکومت د ذاتي انتقامي کارروائۍ تور درست نه دے ، حکومت د کوم سیاسي انتقام تر مخه نه د قانون او عدالتي پرېكړو تر مخه خپل کردار ادا کوي ،د سپریم کورټ په پرېكړه به من و عن عمل درآمد كېږي او حکومت په خپل دې موقف قائم دے









