اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د پاکستان دفاعي افواج ايکټ 2026 ، نيشنل کمانډ اتھارټي (ترميمي) بل 2026 تر سېوري لاندې د چيف آف ډيفنس فورسز دفتر جوړ شوے دے او د دغې د اختيارات هم وضاحت شوے دے ، په دې كښې هيڅ ډول ابهام نه دې پاتي ، د قانون سازۍ اختيار به د وفاقي حکومت سره …
د پاکستان دفاعي پوځ ايکټ 2026 ، نيشنل کمانډ اتھارټي (ترميمي) بل 2026 تر سېوري لاندې د چيف آف ډيفنس فورسز دفتر جوړ كړے شوے ۔ اعظم نذير تارړ
اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د پاکستان دفاعي افواج ايکټ 2026 ، نيشنل کمانډ اتھارټي (ترميمي) بل 2026 تر سېوري لاندې د چيف آف ډيفنس فورسز دفتر جوړ شوے دے او د دغې د اختيارات هم وضاحت شوے دے ، په دې كښې هيڅ ډول ابهام نه دې پاتي ، د قانون سازۍ اختيار به د وفاقي حکومت سره وي او په دې كښې كه كوم ابهام رامخې ته شي نو صدر مملکت به په صدارتي حکم هغه لري كړي او دا په ټولو قوانين كښې كېږي ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ځينې غړو لخوا د منظور کړو دوو بلونو د تفصيلات پوښتلو په اړه ده ووئېل دا خالصتاً يو تکنيکي قانون دے ، د کمانډ اتھارټي په 2010 قانون كښې د چيئرمين جوائنټ چيف آف سټاف کميټۍ ذکر ؤ ، د هغې په ځائے اوس د چيف آف ډيفنس فورسز ترميم شوے دے ٬ دغسې په يو بل ځائے كښې کمانډر آف سټرټيجک فورسز شامل کړے شوے ۔ د دې نه علاوہ د بل قانون تر مخه د چيف آف ډيفنس فورسز دفتر جوړ شوے ، د دغې د فنکشز او اختيارات وضاحت شوے دے ۔ ده ووئېل د آئين لاندې كوم بنديوان له د زندان نه بهر منتقل کولو لپاره يو طريقه کار موجود دے، د هغې يو ميډيکل بورډ جوړېږي او هغه ميډيکل بورډ بيا ګوري چې د زندان دننه علاج پكار دے يا بهر كول دي ، كه د زندان نه بهر مقصود وي نو عمر له سرکاري روغتون تجويز کړے كېږي ، چې د هغه روغتون بورډ يا لارجر بورډ كيني او دا اووائي چې دې روغتون يا د پاکستان په نورو روغتونونو كښې دا علاج نشي كېدے نو بيا د پھر مشوره وركوي ، ده ووئېل مونږ دا وضاحت غوښتے دے چې آيا کوم بنديوان ته دا سهولت وركړے كېدے شي چې هغه د شفا انټرنيشنل يا آغا خان هسپتال كښې د علاج فرمائش وکړي يا د كوم بل ځائے او وركړے شي يا دا د سپيشل کيس په توګه د يو وارې لپاره اجازه ده ٬ دغسې چې د آئين آرټيکل 25 او آرټيکل 4 سپرټ برقرار پاتي شي او په دې كښې د كوم ابهام خبره پاتي نشي ۔ ده ووئېل د اټارني جنرل آفس خپله ريويو بېرته اغستې او په هغې شايد نن عملدرآمد کولو سره عدالت خبر كړے شي۔









