قامي اسمبلۍ د پاکستان دفاعي پوځ ایکټ 2026  منظوري وركړه

  اسلام آباد۔20اګست  (اے پي پي)قامي اسمبلۍ  د پاکستان دفاعي پوځ ایکټ 2026  منظوري وركړه  كوم به چې د  13 نومبر 2025  نه موثر ګڼړلے شي ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې دفاع وزیر خواجه محمد آصف غونډې ته دا بل وړاندې كړو ۔  په دې موقع د بل  سپیکر د غونډې نه شق وار منظوري واغسته  د كومې نه پس چې خواجه محمد آصف  بل د منظورۍ …

 

اسلام آباد۔20اګست  (اے پي پي)قامي اسمبلۍ  د پاکستان دفاعي پوځ ایکټ 2026  منظوري وركړه  كوم به چې د  13 نومبر 2025  نه موثر ګڼړلے شي ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې دفاع وزیر خواجه محمد آصف غونډې ته دا بل وړاندې كړو ۔  په دې موقع د بل  سپیکر د غونډې نه شق وار منظوري واغسته  د كومې نه پس چې خواجه محمد آصف  بل د منظورۍ لپاره وړاندې كړو  كوم چې په اکثرت سره منظور کړے شو ۔ د دې بل  تر مخه دا ایکټ  به په نورو قوانین غالب وي ، د دې ایکټ احکامات، د وضعه کړو قواعدو او ضابطو  او د هغې لاندې د جاري کړو هدایات او  احکامات ، اعلامیې او   نور كوم قانون ، ضابطو، هدایات، اعلامیو یا احکامات برعکس  ختلو باوجود به هم نافذ العمل وي او  ياد شوي قوانین ، قواعد، ضابطې، هدایات، اعلامیې او احکامات  به تر هغه حده غیر موثر شي په كوم ځائے چې هفه د دې منافی وي ۔  بره يادو شوو عمومیت ته د مضرت رسولو نه  غیر د افواج پاکستان ایکټ 1952 ، پاکستان فضائیه ایکټ 1953 ، بحري افواج پاکستان آرډیننس 1976 ، کنټونمنټس ایکټ 1924 یا  بل كوم قانون  كوم چې د وسله والو ځواكونو د غړو  په اړه وي ، په داسې طریقه کار كښې به تعبیر نشي څوك كولې كوم چې د دې ایکټ  د احکامات خلاف وي ۔ د دې بل  تر مخه به د دفاعي پوځونو   يو هیډکوارټر جوړولې شي كوم به چې د وسله والو ځواكونو هیډ کوارټر وي ، د دفاعي پوځ هیډ کوارټر  به د چیف آف ډیفنس فورسز د کمان او اختیار  تر مخه به خپل فرائض تر سره كوي كوم  به چې د قامي سلامتیا، دفاع او د وسله والو پوځونو په اړه د ټولو  چارو په  اړه د وزیراعظم  اعلیٰ پوځي صلاحكار  وي ۔ چیف آف ډیفنس فورسز به د وسله وال   پوځ  عملي کمانډ او د کنټرول اختیار لري او هغه به  د ياد کمانډ او کنټرول  په لړ كښې د اړوندو ټولو چارو  لپاره وفاقي حکومت ته ځواب وركونكے وي۔ دغسې د پاکستان دفاعي پوځ ایکټ 2026 ، نیشنل کمانډ اتھارټي (ترمیمي) بل 2026  تر سېوري لاندې د چیف آف ډیفنس فورسز دفتر جوړ كړے شوے دے

مزید خبریں