اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي) د بورډ آف انویسټمنټ وفاقي وزير قیصر احمد شیخ د اسلامي هېوادونو لپاره د شماریاتي، اقتصادي او سماجي تحقیق و تربیي د مرکز (سیسریک) ډائریکټر جنرل زہرا زُمُرُت سلجوق سره په اسلام آباد كښې د تابيا شوې د تعلیمي مشرانو نړيوالې غونډې او د نندارتون په موقع ملاقات وكړو ۔ دا غونډه د اسلامک چیمبر آف کامرس اینډ ډویلپمنټ (آئي سي سي ډي) تر …
د سرمایه کارۍ بورډ وفاقي وزير قیصر احمد شیخ د سیسریک ډائریکټر جنرل سره ملاقات
اسلام آباد۔20اګست (اے پي پي) د بورډ آف انویسټمنټ وفاقي وزير قیصر احمد شیخ د اسلامي هېوادونو لپاره د شماریاتي، اقتصادي او سماجي تحقیق و تربیي د مرکز (سیسریک) ډائریکټر جنرل زہرا زُمُرُت سلجوق سره په اسلام آباد كښې د تابيا شوې د تعلیمي مشرانو نړيوالې غونډې او د نندارتون په موقع ملاقات وكړو ۔ دا غونډه د اسلامک چیمبر آف کامرس اینډ ډویلپمنټ (آئي سي سي ډي) تر سېوري لاندې وشوه ٬ملاقات كښې د او آئي سي غړو هېوادونو تر مينځه اقتصادي او د ادارہ جاتي مرستې په لا مضبوطولو خبرې وشوې ٬ په خاص توګه سرمایه کارۍ ، تجارت، تعلیم، د مهارتونو په وده، کاروباري هلو ځلو او د انساني وسائلو د ترقۍ په څانګو كښې د مرستې په زياتولو زور راوړلے شو









