اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)پاك ايران كبډي سيريز لپاره د ايران اے او بي كبډي ډلې اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔اسلام آباد هوائي ميدان ته په رارسېدو د ډلو د پاكستان كبډي فيډرېشن سېيكرټري رانا سرور پشمول نورو چارواكو هركلے وكړو۔د ايران اے او بي ډلې د پاكستان اے او بي ډلو په ضد به د 6 ميچونو پشمول سيريز كښې برخه اخلي۔سيريز ميچونه به د 24 …
پاك ايران كبډي سيريز لپاره د ايران ډله اسلام آباد ته راورسېده
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)پاك ايران كبډي سيريز لپاره د ايران اے او بي كبډي ډلې اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔اسلام آباد هوائي ميدان ته په رارسېدو د ډلو د پاكستان كبډي فيډرېشن سېيكرټري رانا سرور پشمول نورو چارواكو هركلے وكړو۔د ايران اے او بي ډلې د پاكستان اے او بي ډلو په ضد به د 6 ميچونو پشمول سيريز كښې برخه اخلي۔سيريز ميچونه به د 24 ٬ 25 او 26 اګست جناح سپورټس كمپليكس حميدي جمنازيم اسلام آباد كښې كيږي۔د پاكستان كبډي فيډرېشن سېكرټري رانا سرور له مخې د پاك ايران كبډي سيريز كولو مقصد دواړو هېوادونو ډلو ته په آسيائي ګيمز تيارو بشپړه موقع وركول دي۔سيريز په مهال به لوبغاړو ته مسابقتي ماحول كښې خپل صلاحيتونه تلل او د لوبو بيلو اړخونو په اړه كار كولو موقع ترلاسه شي









