وفاقي کابينې په ډيفنس فورسز ايکټ 2026ء او نيشنل کمانډ اتھارټي ايکټ 2010 كښې د بدلون منظوري وركړه

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وفاقي کابينې په ډيفنس فورسز ايکټ 2026ء او نيشنل کمانډ اتھارټي ايکټ 2010 كښې د بدلون منظوري وركړه ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف  په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د وفاقي کابينې غونډه وشوه ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي کابينې د ډيفنس فورسز ايکټ (2026) د مسودې منظوري وركړې ٬ دا مسوده …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وفاقي کابينې په ډيفنس فورسز ايکټ 2026ء او نيشنل کمانډ اتھارټي ايکټ 2010 كښې د بدلون منظوري وركړه ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف  په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د وفاقي کابينې غونډه وشوه ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي کابينې د ډيفنس فورسز ايکټ (2026) د مسودې منظوري وركړې ٬ دا مسوده د 27م آئيني بدلون د لارې د بدلونو په تسلسل كښې جوړه كړې شوې ده او د دې مقصد د چيف آف ډيفنس فورسز د چوكۍ او د چيف آف ډيفنس فورسز هيډ کوارټرز په حواله د اړوند انتظامي چارو تعين كول دي٬ د کابينې د منظورۍ نه پس د دفاعي ځواكونو ايکټ 2026ء مسوده به د پارلمان په روانه غونډه كښې منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي۔ وفاقي کابينې د نيشنل کمانډ اتھارټي ايکټ (2010) كښې د بدلون هم منظوري وركړې كوم چې د 27م آئيني بدلون نه پس يو ضروري عمل ٶ٬ په نيشنل کمانډ ايکټ 2010 كښې ترميم كړې مسوده به هم منظورۍ لپاره پارلمان ته وړاندې كولې شي۔

مزید خبریں