پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) د شهادت 55م تلين٬ د وطن د دفاع  زوال نه لرونكے داستان

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) د پاك فضائيه ځوانانو او ټول قام لپاره د حب الوطني، فرض شناسۍ او وطن سره د وفادارۍ روښانه مثال دے٬ پائلټ آفيسرراشد منهاس شهيد په 17 فروري1951 كښې په كراچۍ كښې زېږېدلے ٶ او هغوي په 14م مارچ كال 1971 كښې د پاکستان فضائيه51م جي ډي پي  کورس كښې كمېشن ترلاسه كړے ؤ ٬ …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) د پاك فضائيه ځوانانو او ټول قام لپاره د حب الوطني، فرض شناسۍ او وطن سره د وفادارۍ روښانه مثال دے٬ پائلټ آفيسرراشد منهاس شهيد په 17 فروري1951 كښې په كراچۍ كښې زېږېدلے ٶ او هغوي په 14م مارچ كال 1971 كښې د پاکستان فضائيه51م جي ډي پي  کورس كښې كمېشن ترلاسه كړے ؤ ٬  شهيد آپريشنل کنورژن کورس لپاره په ماړي پور(مسرور) كښې په لمبر 2 اسکواډرن كښې تعينات ؤ ٬ په 20 اګست1971 پائلټ آفيسرراشد منهاس د تربيې پرواز لپاره د کراچۍ مسرور ايئر بيس څخه الوت وكړؤ ٬انسټرکټر پائلټ فلائټ ليفټيننټ مطيع الرحمان د الوتكې هائي جېك كولو  او هند ته د رسولو هڅه كوله٬ دغسې د هند پولې نه يوازې 40 ميله لرې چې پائلټ آفيسر راشد منهاس د الوتكې مخ بېرته پاکستان پلو د تاٶهلو هڅه وكړه او د انسټرکټر د ټولو هلو ځلو باوجود راشد منهاس د الوتكې مخ بيا زمكې ته كړو او د هند د پولې نه 32 كلوميټره لرې يې  الوتكه تباه كړه٬  پائلټ آفيسر راشد منهاس د خپل ځان په قربانۍ وركولو سره الوتكه د دښمن هېواد ته د بوتللو ناوړه سازش ناكامه كړو٬ د وطن دې مېړنې زلمي خپل ځان په مورني هېواد قربان كړو خو د هېواد عزت ئې زيان مند كېدو له ورنه كړو٬ پائلټ آفيسرراشد منهاس شهيد د پاکستان په دفاعي تاريخ كښې د روښانه باب په رقم كولو د وطن عظيم ځوان دے۔

 

مزید خبریں