پېنډۍ 20 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير، د پاک بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف، د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او وسله والو ځواكونو پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) ته د شهادت په 55م تلين پېرزوئنې وړاندې كړې او د طن دفاع لپاره يې د هغه عظيمې قربانۍ ته سلام …
عسکري قيادت پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې
پېنډۍ 20 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير، د پاک بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف، د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او وسله والو ځواكونو پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) ته د شهادت په 55م تلين پېرزوئنې وړاندې كړې او د طن دفاع لپاره يې د هغه عظيمې قربانۍ ته سلام كړے۔ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د 1971 په جنګ كښې په دې ورځ پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد د غير معمولي جرأت، غير متزلزل عزم او فرض شناسۍ بې مثاله تړون څرګندونه كړې۔ د يو غېر معمولي چيلنج مخه نيوي سره د پاکستان خپلواكۍ او د عزت تحفظ لپاره د خپل ځان قربانۍ وركول دا د جرات بې لوثه اقدام، وفادارۍ او د وطن دفاع لپاره د عزم او تړون روښانه مثال دے٬ د پاکستان اولس او وسله وال ځواكونه دې عظيم ځوان ته په احترام پېرزوئنې وړاندې كوي او د پاکستان خپلواكۍ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي مفادات تحفظ لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلے كوي٬ د راشد منهاس شهيد لازواله قرباني او وراثت به د قام او وسله والو ځواكونو لپاره د جرأت، ايثار، حب الوطنۍ او د فرض شناسۍ سره د وفادارۍ د يو ابدي علامت په توګه تل د لارې مشال وي۔









