اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل راشد منهاس شهيد د مورني هېواد دفاع او د سلامتيا په خاطر خپل ځان قربان كړے٬ د شهيد بې مثاله جرات٬ فرض شناسي او وطن سره مينه ځوانانو لپاره د لارې مشال ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه …
وفاقي وزير طارق فضل چوهدري د پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) په كليزه شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشانِ حيدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل راشد منهاس شهيد د مورني هېواد دفاع او د سلامتيا په خاطر خپل ځان قربان كړے٬ د شهيد بې مثاله جرات٬ فرض شناسي او وطن سره مينه ځوانانو لپاره د لارې مشال ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د راشد منهاس شهيد (نشان حيدر)په 55م كليزه خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل د پاکستان عظيم شهيدان زمونږ د قامي طاقت او د حوصلې علامت دي، مونږ د هغوي قربانۍ كله هم نشو هېرولې۔ په دې موقع ده د پاكستان شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل مونږ د پاکستان خپلواكۍ٬ سلامتيا، سيمه ايز سالميت او د قامي مفادات تحفظ له د خپل عزم پخلے كوٶ۔









