سپيکر سردار اياز صادق پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حيدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حيدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د دوي قرباني د حب الوطنۍ، جرأت او فرض شناسۍ لازواله مثال دے۔ د زيارت په ورځ د راشد منهاس شهيد په 55م  تلين خپل پېغام كښې ده ووئيل  راشد منهاس شهيد د مورني هېواد دفاع او د سلامتيا …

 

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حيدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د دوي قرباني د حب الوطنۍ، جرأت او فرض شناسۍ لازواله مثال دے۔ د زيارت په ورځ د راشد منهاس شهيد په 55م  تلين خپل پېغام كښې ده ووئيل  راشد منهاس شهيد د مورني هېواد دفاع او د سلامتيا په خاطر خپل ځان قربان كړے٬ د شهيد بې مثاله جرات٬ فرض شناسي او وطن سره مينه زلمي كول لپاره د لارې مشال حېثيت لري۔  سپيكر ووئيل  قامي سلامتيا او د خپلواكۍ تحفظ لپاره زمونږ وسله والو ځواكونو تل لازواله قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل شهيدان د قام حقيقي اتلان دي٬ قام په دوي وياړ لري٬ قام به د شهيدانو قربانۍ تل يادې ساتي ۔ په دې موقع سردار اياز صادق د پائلټ آفيسر راشد منهاس پشمول د ټولو شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔

مزید خبریں