د كورنيو چارو وفاقي وزير پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته په كليزه د عقيدت پېرزوئنې

  اسلام  آپاد ۔ 20 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نشان حېدر پخپله نامه كونكې پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د هغه په كليزه په عظيمه قربانۍ  په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي  راشد منهاس د وطن دفاع لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو تاريخ رقم كړے ۔ داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل د راشد منهاس شهيد مړانه …

 

اسلام  آپاد ۔ 20 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نشان حېدر پخپله نامه كونكې پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د هغه په كليزه په عظيمه قربانۍ  په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي  راشد منهاس د وطن دفاع لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو تاريخ رقم كړے ۔ داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل د راشد منهاس شهيد مړانه ٬ جرآت او فرض شناسي  د جنګي تاريخ روښانه  او د ګرد قام لپاره  د تقليد وړ مثال دے۔  هغه د خپل ځان پرواه كولو نه پرته   د وطن د حرمت دفاع وكړه  او ثابت يې كړه   چې د پاكساتان مېړني ځامن  د مورني هېواد  په خاطر  د كومې هم قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ محسن نقوي ووئېل  راشد منهاس شهيد نن هم  زمونږ په زړونو كښې ژوندے دے  او عمر له به وي۔  د هغه وطن سره د مينې زوال نه لرونكې قربانۍ ته به قام عمر له د قدر په سترګه ګوري۔

مزید خبریں