اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ خارجه وزارت ته په راتګ د سوريه د خارجه وزير اسد حسن الشيباني تود هركلے وكړ۔ د خارجه دفتر له مخې دواړه خارجه وزيران يو بل سره ملاقات كوي او د دغې نه وروستو به د پلاويو په كچه خبرې كېږي چې پكښې به د پاکستان او سوريه ترمېنځه …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار خارجه دفتر ته په راتګ د سوريه د خارجه وزير هركلے وكړو
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ خارجه وزارت ته په راتګ د سوريه د خارجه وزير اسد حسن الشيباني تود هركلے وكړ۔ د خارجه دفتر له مخې دواړه خارجه وزيران يو بل سره ملاقات كوي او د دغې نه وروستو به د پلاويو په كچه خبرې كېږي چې پكښې به د پاکستان او سوريه ترمېنځه د دوه اړخيزه اريكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره به نوې لارې لټولې شي۔ دا دوره نزدې د دوو لسيزو نه پس د پاکستان او سوريه ترمېنځه د خارجه وزير په كچه وړومبۍ دوره ده









