اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف يو وارې بيا اپوزيشن ته د خبرو اترو وراندېز كولو سره وئيلي دي اوس دا په اپوزيشن منحصره ده چې ھغوي څومره زر ګټورو خبرو لپاره چمتو كېږي٬ د پاکستان معاشي پرمختګ او د جمهوريت ودې لپاره به چارې په خبرو اترو سمول وي۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل …
د وزيراعظم لخوا يو وارې بيا اپوزيشن ته د خبرو اترو وړاندېز٬ د ډيزل په بيعه كښې 32 روپۍ د ليټر په سر كمے خوشبينه دے٬ په راتلونكو ورځو كښې به صورتحال ښه شي۔ وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف يو وارې بيا اپوزيشن ته د خبرو اترو وراندېز كولو سره وئيلي دي اوس دا په اپوزيشن منحصره ده چې ھغوي څومره زر ګټورو خبرو لپاره چمتو كېږي٬ د پاکستان معاشي پرمختګ او د جمهوريت ودې لپاره به چارې په خبرو اترو سمول وي۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د پټروليم وزارت د هلو ځلو په نتيجه كښې د ډيزل په بيعه كښې د ليټر په سر 32 روپۍ كمے خوشبينه دے، چرته چې ممكن وي حكومت به عام وګړي ته په بچت كښې ريليف وركوي۔ده ووئيل خليج او په آبنائے هرمز چې كوم صورتحال دے د ھغې له امله نه يوازې د پټروليم په سپلائي كښې ستونزې رامخې دي بلكې يو شمېر هېوادونو خپل ريفائنريز او ګيس پلانټ بند كړې دي٬ ټوله منطقه ستونزمند صورتحال څخه تېرېږي٬ پاكستان هم د دې ښكار دے ځكه چې زمونږ هېواد د توان لوي پرچېزر دے۔ وزيراعظم ووئيل د جنګ په پېل كېدو حکومت پي اېس ډي پي كښې په كمي كولو 128 اربه روپۍ وركرې ٶې دغسې چې عام وګړي د پټروليم مصنوعات زياتېدونكې بيعې څخه اوساتلې شي، حکومت د عامو وګړو ساتنې لپاره په سمدستي توګه اقدامات كړي٬ دغسې صوبو هم په دې كښې خپل كردار لوبولے۔ ده هيله څرګنده كړه چې په راتلونكو ورځو كښې به صورتحال ښه شي۔ ده ووئيل د پاكستان هلې ځلې به رنګ راوړي ٫ مونږ هڅې كوٶ چې په تاٶ تريخوالي كښې كمے راشي٬ حكومت په دوه نيمو كالو كښې د معيشت بهترۍ لپاره چې كوم اقدامات كړي د ھغې اثرات په ورو ورو رامخې ته كېږي، د امن صورتحال د معمول له مخئ كېدل دې لپاره ضروري دے۔ وزيراعظم ووئيل حکومت پرون د ريټيلرز لپاره د اېپ اجرﺀ كړې ٬ دغې څخه هيله ده چې سوداګر د چا په مشاورت چې اقدامات شوي هغوي به مطمئن شي، ايف بي آر ته واضحه هدايات وركړے شوي چې د سوداګرو په مشاورت منصوبه بندي وكړي او كه چا د دوي د ځورولو هڅه وكړه نو سزا لپاره دې چمتو اووسي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د خزانې وزير او د خزانې د وزير مملکت او د هغوي د ډلې د كاركردګۍ د ستائنې وړ ده ۔ وزيراعظم ووئېل سوداګرو لپاره په وړومبي ځل حكومت يو ښه سكيم راوړے دے۔ وزيراعظم ووئيل د آئي ټي په برآمدات كښې پرله پسې زياتوالے روان دے٬ په جولائي كښې په دې كښې اتلس فيصده اضافه شوې ده٬ دا لويه كاميابي ده دې لپاره د انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيرې او د هغې ډلې له مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل د ګوګل يو پلاوي پاكستان ته راغلے دے چې ورسره مې دوه ورځې وړاندې ملاقات شوے ٶ، ګوګل په پاکستان كښې خپل دفتر پرانستے دے ، حکومت ډيجيټلائزيشن لپاره اقدامات کوي، د ګورننس ټول نظام ډيجيټل كېدل پكار دي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل حكومت اپوزيشن سره د مقصد وړ خبرو له چمتو دے٬ په قامي اسمبلۍ كښې هم د دې وړاندېز شوے ؤ او په كابينه كښې هم او نن بيا د دې تذكره كول غواړم چې مونږ چمتو يو او د دې فورم څخه اپوزيشن ته د خبرو بلنه وركوم چې خبرو ته كېنې ، چارې په خبرو سمې كړئ دغسې چې د پاکستان معاشي پرمختګ او جمهوريت وده وكړي٬ خو پړق د دواړو لاسو خيژي ٬ اوس دا په اپوزيشن منحصر ده چې ھغوي څومره زر ګټورو خبرو له چمتو كېږي









