صدر مملكت د هنګري نوي ټاكلي شوي خپل هم منصب ته مباركي

  اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پي پي)  صدر مملكت  آصف علي زرداري  آندراش باكا ته د هنګړي نوي ټاكلي شوي صدر  او د هنګري اولس ته د هغوي په قامي ورځ مباركي وركولو سره  دوه اړخيزه همكاري  د لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے  ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه   خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر دا باور ښكاره كړو  چې شريك باور  …

 

اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پي پي)  صدر مملكت  آصف علي زرداري  آندراش باكا ته د هنګړي نوي ټاكلي شوي صدر  او د هنګري اولس ته د هغوي په قامي ورځ مباركي وركولو سره  دوه اړخيزه همكاري  د لا مضبوطولو په ضرورت زور راوړے  ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه   خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر دا باور ښكاره كړو  چې شريك باور  او په ګده مفاداتو  اډڼه د پاكستان او هنګړي اړېكې به  په راروانو كلونو كښې لا مضبوطې شي ۔ ده ووئېل  دوه اړخيزه مرسته په خاص توګه  سياسي و پارلماني تبادلې ٬ تجارت  و سرمايه كاري ٬ پرمختيائې مرسته ٬ موسمياتي اقدامات ٬ كلتور او د هجرت و تګ راتګ  په څانګو كښې  لا پراختيا لپاره نوې ټاكلي صدر آندراش باكا سره په ګده كار كول غواړو۔ صدر مملكت  د هنګري نوي ټاكلي صدر روغتيا ٬ عافيت او كاميابۍ سره سره د هنګري اولس پرمختګ اوخوشحالۍ لپاره  د خپل نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں