راشد منهاس شهيد د ګران هېواد دفاع  ٬  قامي وقار په خاطر خپل  ځان قربان كړے ٬ وزيراعظم شهبازشريف

  اسلام آباد ۔ 20 اكست (اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف پائلټ آفيسر  راشد منهاس شهيد (نشان حېدر)  ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي   د هغه  عظيمه قرباني  د قام لپاره د جرات ٬ هېواد سره د مينې او  د فرض شناسي يو  زوال نه لرونكے مثال دے۔ د زيارت په ورځ  د شهيد 55م تلين په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل   راشد منهاس …

 

اسلام آباد ۔ 20 اكست (اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف پائلټ آفيسر  راشد منهاس شهيد (نشان حېدر)  ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي   د هغه  عظيمه قرباني  د قام لپاره د جرات ٬ هېواد سره د مينې او  د فرض شناسي يو  زوال نه لرونكے مثال دے۔ د زيارت په ورځ  د شهيد 55م تلين په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل   راشد منهاس شهيد د ګران وطن دفاع  او  قامي وقار په خاطر د خپل ځان قرباني وركړې ۔  د هغه دا ځانګړې  مړانه  او قرباني به  قام عمر له ياده ساني او دا د پاكستاني پوځ لپاره د لارې مشال به وي۔  وزيراعظم د شهيد لوړو درحو  لپاره دعا كولو سره ووئېل   ټول قام  به د خپلو عظيمو شهيدانو قربانۍ عمر له يادې ساتي ۔ وزيراعظم د پاكستان د خود مختارۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي ګټې تخفظ  لپاره  د خپل  نه كمزوري كېدونكې لوظ پخلے هم وكړو۔

مزید خبریں