اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزیراعظم محمد شهباز شریف په امر آئل ریفائنریز سره د کامیابو خبرو اترو په نتيجه كښې د ډیزلو په بيعه كښې د 32 روپو نه زيات كمے متوقع دے، دا اولس لپاره زيات ريليف او د هېواد په معیشت د مثبت اثراتو مرتب كولو مهم اقدام دے۔ د شورو په …
د وزیراعظم په امر آئل ریفائنریز سره د کامیابو خبرو په نتيجه كښې د ډیزل په بيعه كښې كمے اولس لپاره ريليف دے، دې اقدام سره به په ټول معيشت مثبت اثرات مرتب شي۔عطاء الله تارړ
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزیراعظم محمد شهباز شریف په امر آئل ریفائنریز سره د کامیابو خبرو اترو په نتيجه كښې د ډیزلو په بيعه كښې د 32 روپو نه زيات كمے متوقع دے، دا اولس لپاره زيات ريليف او د هېواد په معیشت د مثبت اثراتو مرتب كولو مهم اقدام دے۔ د شورو په ورځ د پټرولیم وفاقي علی پرویز ملك سره په ګډه د ایندھن بيعې په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې نن مهمه غونډې شوې چې پكښې د پټروليم وفاقی وزیر٬ د پټروليم سیکرټري او اړوند چارواكو ګډون وكړو ٬په غونډه كښې وزیراعظم امر وكړٶ چې آئل ریفائنریز سره دې رسمي خبرې اترې وكړې شي او هر ډول ممكن ريليف دې اولس ته منتقل كړے شي ده ووئيل د وزیراعظم په خاص امر آئل ریفائنریز سره كاميابې خبرې شوي٬ ده ووئيل د جنګي صورتحال له مخې د رامخئ ته شوو ستونزو بشپړه ادراک لرو٬ په منطقه كښې د جنګ له امله ګرده نړۍ كښې د تېلو په بيعه كښې اضافه شوې خو حكومت اولس ته هر ډول ممكنه ريليف وركوي٬ د 130 اربه روپو په لګښت هدفي سبسډی مو وركرې او په سختو حالاتو كښې د پټرولو په بيعه كښې د اضافې د لارې نيولو هڅې شوي۔ ده ووئيل د ډيزلو په بيه كښې كمے لوي اقدام دے او د وزیراعظم لخوا اولس لپاره ډالۍ او ريليف دے ٬ كروندګرو، ګډز ټرانسپورټرز او پبلک ټرانسپورټ ډیزل استعمالوي، دې پاره دا ګټه به دې څانګو ته نېغه په نېغه ورسي۔ ده ووئيل د ډیزلو په بيعه كښې د 32 روپو نه زيات كمي سره به په اولس مالي بار كم شي او په معیشت به مثبت اثرات مرتب شي۔ ده ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به اولس ته نور زيري ترلاسه شي، د نننو خبرو كاميابي د حكومت لويه هڅه ده او د ډیزل په بيعه كښې كمي سره به په ټول معيشت مثبت اثرات مرتب شي۔









