د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ګارډن ټاؤن پاسپورټ دفتر ناڅاپي دوره٬ د پاسپورټ آفس په صورتحال كتلو د خشم څرګندونه

  لاهور 19 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ګارډن ټاؤن پاسپورټ دفتر ناڅاپي دورې وكړه چې ورته راغلو وګړو د اوږدو قطارونو٬په ساعتونو ساعتونو انتظار٬د زر كار كولو لپاره د ايجنټ مافيا په فعالتيا ٬  په څه خالي كاؤنټرز چې عمله موجوده نه وه  ګيلې وكړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاسپورټ آفس صورتحال په كتلو د خشم څرګندونې  سره د پاسپورټ آفس انچارج …

 

لاهور 19 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ګارډن ټاؤن پاسپورټ دفتر ناڅاپي دورې وكړه چې ورته راغلو وګړو د اوږدو قطارونو٬په ساعتونو ساعتونو انتظار٬د زر كار كولو لپاره د ايجنټ مافيا په فعالتيا ٬  په څه خالي كاؤنټرز چې عمله موجوده نه وه  ګيلې وكړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاسپورټ آفس صورتحال په كتلو د خشم څرګندونې  سره د پاسپورټ آفس انچارج ډپټي ډائرېكټر په بدنظمۍ او د نوكرۍ څخه په غفلت د چوكۍ څخه د اخوا كولو حكم جاري كړو۔د پاسپورټ دفتر نه بهر د ايجنټ مافيا په موجودګۍ د لاهور ايف آئي اے  د اينټي كرپشن ډپټي ډائرېكټر هم د چوكۍ څخه د اخوا كولو حكم وركړے شو۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د ګارډن ټاؤن پاسپورټ دفتر ناڅاپي دوره وكړه٬په پاسپورټ آفس كښې د پاسپورټ جوړولو لپاره راغلو وګړو د اوږدو قطارونو ٬  د څو څو ساعته  څخه د خپل لمبر په انتظار كولو ٬د زر كار كولو لپاره د ايجنټ مافيا لخوا د زياتو روپو غوښتلو په بابله ګيلې وكړې۔د كورنيو چارو وزير د دورې په مهال ځينې كاؤنټر خالي وو او عمله موجود نه وه٬د پاسپورټ جوړولو لپاره راغلو وګړو د كورنيو چارو وفاقي وزير په وړاندې ګيلې وكړې او وې وئېل مونږ سهار راغلې يو٬ څلور ساعته وشول ٬تراوسه زمونږ نمبر نه دې راغلے۔وګړو ګيلې وكړی چې بهر ايجنټ ته مو 5500 روپۍ وركړې دي٬ايجنسټ بهر ښكاره د زر تر زره كار كولو پيسې غواړي۔دغسې د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاسپورټ دفتر صورتحال په كتلو  د خشم څرګندونه وكړه او د پاسپورټ آفس انچارج ډپټي ډائرېكټر يې په بدنظمي او د وظيفې څخه په غفلت د چوكۍ څخه د اخوا كولو حكم جاري كړو۔

مزید خبریں