اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزېرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي پاکستان كښې د ګوګل وړومبے دفتر به هېواد كښې د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې نوي ټيلنټ مضبوطولو او د ځائي ټيکنالوجي ايکو سسټم سره لا معاونت كښې مهم كردار ولوبوي، د آئي ټي برآمدات په تېرو دوه نيمو كالو كښې پرله پسې نزدې د 20 فيصده په شرح زياتېږي …
ګوګل به پاکستان كښې د ټيکنالوجي په څانګه كښې نوے ټيلنټ او د ځائي ټيکنالوجي ايکو سسټم مضبوطوي، شزه فاطمه خواجه
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزېرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي پاکستان كښې د ګوګل وړومبے دفتر به هېواد كښې د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې نوي ټيلنټ مضبوطولو او د ځائي ټيکنالوجي ايکو سسټم سره لا معاونت كښې مهم كردار ولوبوي، د آئي ټي برآمدات په تېرو دوه نيمو كالو كښې پرله پسې نزدې د 20 فيصده په شرح زياتېږي كومه چې په نجي څانګه كښې د پرمختګ عكاسي ده۔ دا خبرې دې د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې دا هيله ولرله چې ګوګل دفتر به پاکستان ټيک ټيلنټ ته ودې وركولو، د نړيوالې ټيکنالوجۍ څانګه او د ځائي ټيکنالوجي ايکو سسټم دواړه مضبوطولو كښې مرستياله ثابت شي۔ دې ووئيل د ګوګل پشمول د نورو لويو نړيوالو كمپنو په پاكستان كښې موجودګي به نورو نړيوالو کمپنو ته په هېواد كښې د خپل اپرېشنز رامخې ته ترغيب وركړي٬ د دې كمپنو پاكستان ته راتګ او عملي موجودګي د نړيوال ټيک کمپنو د پاکستان په معيشت او قيادت د باور عكاسي ده۔ شزه فاطمه خواجه ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د تېرو دوه كالو په مهال د ډيجيټل بدلون تګلارې په ذاتي توګه قيادت كوي او د “ډيجيټل نيشن پاکستان” اقدام د لارې په دې لړ كښې واضحه روډ مېپ وركړے۔ دې ووئيل په تېرو دوه كالو كښې د وفاقي حکومت ډيجيټلائزيشن، ايف بي آر او د ريونيو څانګو كښې اصلاحات، ډيجيټل معيشت، کيش ليس ادائيګۍ او ډيجيټل ګورننس كښې ځانګرے پېشرفت شوے۔ وفاقي وزيرې ووئيل د پاکستان د آئي ټي برآمدات په تېرو دوه نيمو كالو كښې پرله پسې نزدې د 20 فيصده په شرح زياتېږي كومه چې د نجي څانګې د ترقۍ عكاسي ده۔









