اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي د بي آئي ايس پي تر مخه د پاكستان حكومت مستحقو كورنيو ته د سماجي تحفظ وركولو په مشن روان دے۔د بشري همدردۍ په نړيواله ورځ خپل پیغام كښې دې ووئيل د انسانيت خذمت٬د دړدېدلو انسانانو اثره جوړېدل او د ضرورت مندو مرسته كول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔سينيټر روبينه خالد …
د بينظيرانكم سپورټ پروګرام مستحقو كورنيو ته د سماجي تحفظ وركولو په مشن روان دے۔سينيټر روبينه خالد
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي د بي آئي ايس پي تر مخه د پاكستان حكومت مستحقو كورنيو ته د سماجي تحفظ وركولو په مشن روان دے۔د بشري همدردۍ په نړيواله ورځ خپل پیغام كښې دې ووئيل د انسانيت خذمت٬د دړدېدلو انسانانو اثره جوړېدل او د ضرورت مندو مرسته كول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔سينيټر روبينه خالد ووئېل بشري همدردي يوازې يوه جذبه نه بلكې د ټولنې كمزورو او مستحقو طبقو د عملي مرستې نامه ده٬ بي آئي ايس پي د پاكستان حكومت لخوا مستحق كورنيو ته د سماجي تحفظ وركولو په مشن روان دے۔دې ووئيل بي آئي ايس پي په لاكهونو مستحقو كورنيو ته مالي مرسته وركولو سره هغوي د معاشي ستونزو څخه ويستلو كښې مهم كردار ادا كوي۔دې ووئيل د ټولنې محرومې او كمزورې طبقې به يوازې نشي پرېښودلې٬د بشري همدردۍ نړيواله ورځ مونږ ته د دړدېدلې انسانيت د خذمت او د ضرورت مندو د مرستې درس راكوي۔دې ووئيل راځۍ چې لوظ وكړو چې مونږ به خپلې خوا او شا كښې د ضرورت مندو كسانو مرستې او د هغوي د حقونو تحفظ لپاره خپل كردار ادا كوو۔









