اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)حج 2027 لپاره په يوه ورځ كښې په مجموعي توګه 13 زره 260 حج كوونكو 8 اربه 70 كروړه روپو څخه زياتې جمع كړې دي۔د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند اے پي پي ته ووئيل د حج ډيجيټل پورټل د لارې واجبات وړومبي قسط جمع كول پیل شوي ۔ده ووئيل حج كوونكو له د ون لنك پي ايس آئي ډي …
حج 2027 ٬ په يوه ورځ كښې 13 زره 260 حج كوونكو 8 اربه 70 كروړه روپۍ جمع كړې ۔د مذهبي چارو وزارت
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)حج 2027 لپاره په يوه ورځ كښې په مجموعي توګه 13 زره 260 حج كوونكو 8 اربه 70 كروړه روپو څخه زياتې جمع كړې دي۔د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند اے پي پي ته ووئيل د حج ډيجيټل پورټل د لارې واجبات وړومبي قسط جمع كول پیل شوي ۔ده ووئيل حج كوونكو له د ون لنك پي ايس آئي ډي بينك كارډ او د مينول بينك چالان د لارې د ادائيګۍ آسانۍ وركړې شوي٬تراوسه (يوازې په يوه ورځ كښې)د بينك كارډ د لارې 2 زره 6 آن لائن ټرانزيكشن بشپړ شوي دي٬د ون لنك پي ايس آئي ډي د لارې 4 زره 615 او 6761 حج كوونكو د ډيجيټل چالان د لارې حبيب بينك كښې روپۍ جمع كړي ۔ده ووئيل په مجموعي توګه 13 زره 260 حج كوونكو 8 اربه 70 كروړه روپو څخه زياتې جمع كړي٬شارټ حج سكيم كښې د 7 زره حج كوونكو ادائيګي هم بشپړه شوې ده۔









