د آسان ټيکس ايپ اجرا، د سوداګرو د ډېرې مودې نه پاتي خواهش ترسره كړے شو۔ وفاقي وزير سنيټر اورنګزېب

  اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان ټيکس نظام څخه يوه طبقه بهر نشي ساتلې كېدې٬ د حكومت مقصد ټوله كاروباري طبقه د قامي ټيکس په دائره كښې راوستل او د ټيکس نظام آسان، سپېځلے او کاروبار دوسته جوړول دي، كوچنو دكاندرانو او سوداګرو لپاره معارفي كړے شوے آسان ټيکس سکيم دې مقصد پلو مهم ګام دے۔ د …

 

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان ټيکس نظام څخه يوه طبقه بهر نشي ساتلې كېدې٬ د حكومت مقصد ټوله كاروباري طبقه د قامي ټيکس په دائره كښې راوستل او د ټيکس نظام آسان، سپېځلے او کاروبار دوسته جوړول دي، كوچنو دكاندرانو او سوداګرو لپاره معارفي كړے شوے آسان ټيکس سکيم دې مقصد پلو مهم ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ټرېډرز او كاروبايانو لپاره د آسان ټيکس ايپ اجراء دستورې په مهال د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د ايف بي آر چيئرمين راشد محمود لنګړيال، د ايف بي آر غړي حامد عتيق او د سوداګرو مشرانو سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل  د سوداګرو د ډېرې  مودې نه خواهش ٶ چې د ټېكس سيكم آسان او د عمل وړ جور كړے شي، دې لپاره حکومت په موجوده سکيم كښې طريقه کار ډېر ساده ساتلے دے۔ ده ووئيل يوه طبقه چې هم په قامي چوكاټ كښې شامله نه وي نو د ټېكس نظام په موثره ډول نشي چلېدے٬ حكومت غواړي چې كوچني دكاندران او سوداګر د پېچلې طريقه كار په ځائے د ساده نظام له مخې خپل د ټيکس ذمه وارۍ ترسره كړي او د غېر ضروري ستونزو نه محفوظ پاتې شي۔ محمد اورنګزيب ووئيل  سوداګر د خپل کاروباري نوعيت او ضرورت له مخې ريګولر ټيکس سکيم يا خاص ټيکس سکيم كښې شاملېدے شي، د حکومت مقصد د ټيکس په شرح كښې د غير ضروري اضافې په ځائے ټيکس نيټ پراخه كول  او زيات كسان د قامي مالياتي نظام برخه جوړول وي۔ ده ووئيل كوچنيو دكاندارانو لپاره فکسډ ټيکس سکيم كښې يو شمېر سهولتونه وركړے شوي٬ د سکيم له مخئ په يو پاڼه مشتمل آسان ټيکس فارم معارفي كړے شوے او سکيم كښې شاملو دکاندارانو ته به د معمول آډټ او پوائنټ آف سيل د شرط څخه استثنيٰ ترلاسه وي۔ ده ووئيل  د اېف بي آر چيئرمېن اړوندو شراكتدارو سره مشاورت كوي، د کراچۍ نه پس به لاهور او نورو ښارونو كښې هم مشاورتي غونډې كولې شي  دغسې چې په ځائي كچه کاروباري ورورولۍ ته د ورمخې ته مسئلو جاج اخستو سره د دغې د حل كولو اقدامات وكړے شي۔ محمد اورنګزيب ووئيل د پاکستان د 25 نه تر 26 کروړه آبادي لرونكې هېواد كښې هره  طبقه ځان سره په ګډه بوتلل ضروري ده، يوه طبقه نظراندازه كولو سره هم د هېواد نظام نشي چلېدے٬ اولس لپاره نظام آسان او موثره كول د حكومت بنيادي  پام لرنه ده۔ ده ووئيل  د سکيم کاميابۍ لپاره حکومت، ايف بي آر او د سوداګرې ورورولۍ مرسته بنيادي اهميت لري۔ د ګډې هلو ځلو د لارې به ټيکس نيټ ته پراختيا وركول٬ معيشت دستاويزي كول او د ټيکس وصوليو بهترولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني٬ د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال۔ د اېف بي آر غړي حامد عتيق ٬ د سوداګرو لارښود کاشف چوهدري  او نورو هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں