پاكستان او ايتهوپيا د كركيلې په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته صلاح شول

  اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پاكستان او ايتهوپيا شريك تجارت او د سرمايه  كارۍ ودې٬ د ټېكنالوجۍ منتقلۍ٬غذائي تحفظ او د لائيو سټاك په څانګو كښې پېشرفت لپاره د كركيلې په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته صلاح شوي دي٬په دې لړ كښې د ايتهوپيا سفير ډاكټر عمر حسين اوبا د غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره اسلام آباد كښې د شورو …

 

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پاكستان او ايتهوپيا شريك تجارت او د سرمايه  كارۍ ودې٬ د ټېكنالوجۍ منتقلۍ٬غذائي تحفظ او د لائيو سټاك په څانګو كښې پېشرفت لپاره د كركيلې په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته صلاح شوي دي٬په دې لړ كښې د ايتهوپيا سفير ډاكټر عمر حسين اوبا د غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره اسلام آباد كښې د شورو په ورځ ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د كركيلې مرستې  د ودې د بيلو اړخونو جاج واخستلے شو چې پكښې  د دواړو هېوادونو د كركيلې ادارو ترمينځه د علم و تجربې تبادلې ته اداره جاتي شكل وركولو لپاره د كركيلې لوظ نامې تجويز هم شامل ؤ ۔جاري شوي پريس ريليز له مخې سفير ډاكټر عمر حسين اوبا د ايتهوپيا معيشت كښې د كركيلې خدوخال او دې څانګې ته د ايتهوپيا حكومت لخوا د پام لرنې كولو سره دواړو هېوادونو  د كركيلې مرستې په پراخه امكانات رڼا واچوله۔هغه د ايتهوپيا ګرين ليګيسي انيشي ايټو تل پاتې پرمختګ٬زرعي نمو٬ غذائي تحفظ او د ګرين اكانومي ودې لپاره يو جامع پروګرام وګرځولو ۔سفير ووئيل  ايتهوپيا د دې پروژې تجربه د پاكستان سره شرېكول غواړي۔هغه د پاكستان د زراعت كاروباري شخصياتو ته د ايتهوپيا كركيلې په څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعو لټولو بلنه وركړه ۔هغه وفاقي وزير په كال 2027 كښې اديس اباب كښې د كېدونكې كوپ-32 كوربتوب په اړه د ايتهوپيا د چمتوالي نيولو نه هم خبر كړو۔وفاقي وزير د كركيلې٬تحقيق٬جديد كروندې ټېكنالوجۍ٬كركيلې مشينرۍ٬اوبه خور٬ د لائيو سټاك پرمختګ او د ايګرو پروسيسنګ په څانګو كښې د پاكستان د مهارت ذكر وكړو او د خپلې تجربې او تكنيكي معاونت يې د ايتهوپيا سره يو كولو ته اتفاق وكړو

مزید خبریں