اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره پاكستان كښې د پرتګال سفير پاؤلو ميګوئل ګيديز ډومنګيز د شورو په ورځ منسټرز انكليو كښې د ده په استوګنه ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت و سرمايه كارۍ٬پارليماني مرستې او د اولسي روابط پشمول د شريكې خوښې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره پاكستان كښې د پرتګال سفير ملاقات٬د پاكستان-پرتګال په اړيكو لا قوي كولو زور٬پرتګالي سرمايه كارو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره پاكستان كښې د پرتګال سفير پاؤلو ميګوئل ګيديز ډومنګيز د شورو په ورځ منسټرز انكليو كښې د ده په استوګنه ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت و سرمايه كارۍ٬پارليماني مرستې او د اولسي روابط پشمول د شريكې خوښې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل پاكستان پرتګال سره خپلو زړو او د ملګرتيا اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او تجارت٬سرمايه كارۍ ٬كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬تعليم٬كلتور او د بليو اكانومي پشمول بيلو څانكو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له خوښي لري۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د زيات شوي تجارت حجم ذكر كولو سره ووئېل اقتصادي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو پراخه امكانات موجود دي كومز څخه چې استفاده كولو لپاره نوې موقعې لټول ضروري دي۔۔ده پرتګالي كمپنو او سرمايه كارو ته پاكستان كښې د رامخې ته شوو اقتصادي او كاروباري موقعو څخه د استفادې كولو او شريكې ګټې له د همكارۍ بلنه وركړه ۔د سينيټ چيئرمېن د انټر پارليماني سپيكرز كنفرنس(آئي ايس سي)كردار رامخې ته كولو سره ووئيل دا كنفرنس په منطقه كښې د امن٬سلامتيا او پرمختګ ودې لپاره يو مهم پليټ فارم دے۔سيد يوسف رضا ګېلاني پرتګال كښې د مېشته پاكستانيانو كميونټۍ خذمات ستائېلو سره ووئيل نزدې 50 زره پاكستاني پرتګال كښې استوګن او بيلو څانګو كښې كار كوي۔د پرتګال سفير پاؤلو ميګوئل ګيديز ډومنګيز د سينيټ چيئرمېن لخوا په تود هركلي مننې كولو سره پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې٬په خاص توګه تجارت٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې لا قوي كولو كښې د پرتګال خوښۍ څرګنده كړه ۔د ملاقات په اختتام دواړو خوا د پاكستان او پرتګال ترمينځه نزدې روابطو ٬شريكې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو له د عزم پخلے وكړے شو









