اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي په صوماليه كښې سمندري غله د پاكستانو تخښتولے شوو په بدل كښې د 30 لكه ډالره تاوان غوښتنه كوي٬اړوند وزارتونه او پاكستاني مشنز د هغوي خوشې كولو لپاره هڅې كوي٬د تاوان د ادائيګۍ نه پس به نوې لاره پرانستلې شي٬په دې لاره د تيل راوړنكو جهازونو تګ راتګ دېر زيات دے٬صوماليه كښې …
صوماليه كښې د سمندري غله د تخښتولے شوو پاكستانيانو په بدل كښې 30 لكه ډالر غواړي٬اړوند وزارتونه او پاكستاني مشنز د هغوي راخوشې كولو لپاره هڅې كوي۔د پارليماني چارو وفاقي وزير
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي په صوماليه كښې سمندري غله د پاكستانو تخښتولے شوو په بدل كښې د 30 لكه ډالره تاوان غوښتنه كوي٬اړوند وزارتونه او پاكستاني مشنز د هغوي خوشې كولو لپاره هڅې كوي٬د تاوان د ادائيګۍ نه پس به نوې لاره پرانستلې شي٬په دې لاره د تيل راوړنكو جهازونو تګ راتګ دېر زيات دے٬صوماليه كښې د 10 نيولے شوو پاكستانيانو هېواد ته بيرته راتللو كښې د تاخير او بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو ته د ورمخې ته ستونزو په اړه د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ايوان ته ووئيل د جبوتي د لارې د صوماليه سره د رابطې هڅه كوو٬چرته چې يې هغوي ساتلې دي٬هلته د صوماليه حكومت كنټرول نشته٬زمونږ خلق په حفاظت كښې دي٬هغوي د يرغمالونكو په سر د لوي رقم غوښتنه كړې ده٬ ده ووئېل په لندن كښې زمونږ سفارتخانه هم فعاله ده۔د عبدالقادر پټيل د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ايوان كښې په شمېرو سره خبره كيږي٬په هوا كښې خبره نه كيږي٬ده ووئيل د صوماليه په دې سيمه كنټرول موثر نه دے٬سمندري غلو سره د خبرو اترو درې پړاؤنه تر سره شوي٬ هغوي 30 لكه ډالره غواړي٬په دې لاره په تسلسل سره د تيلو ټينكرز تګ راتګ كېږي ٬كه چرې يو ځل تاوان وركړے شي نو بيا به دا معامله هر وخت رامخې ته كېږي









