اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده ګرين انكليو ون او لائف سټائل ريزيډنسي پروژو په تر سره كېدو كښې په غېر معمولي تاخير د سختې اندېښنې څرګندونې كولو سره د وفاقي سركاري ملازمينو هاؤسنګ اتهارټي(ايف جي اي ايچ اے) ته د مسئلو حل او د پروژو بشپړېدو لپاره د سمدستي او موثره اقدامات امر كړے دے۔دا امر ده د وفاقي …
د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاده د ګرين انكليو ون او لائف سټائل ريزيډنسي پروژو كښې په تاخير د اندېښنې څرګندونه
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده ګرين انكليو ون او لائف سټائل ريزيډنسي پروژو په تر سره كېدو كښې په غېر معمولي تاخير د سختې اندېښنې څرګندونې كولو سره د وفاقي سركاري ملازمينو هاؤسنګ اتهارټي(ايف جي اي ايچ اے) ته د مسئلو حل او د پروژو بشپړېدو لپاره د سمدستي او موثره اقدامات امر كړے دے۔دا امر ده د وفاقي سركاري ملازمينو هاؤسنګ اتهارټي 50م ايګزيكټو بورډ غونډې مشرۍ په مهال وكړو ۔د غونډې په پېل وفاقي وزير په پروژو كښې په غېر معمولي تاخير د ايف جي اي ايچ چارواكو څخه سختې پوښتنې وكړې او په پيشرفت نه كېدو يې تفصيلي وجوهات وغوښتل۔ده ټولې د ځنډ ښكار انكوائري رپورټس په ټاكلې موده كښې د وړاندې كولو او د هغې په سفارشات د سمدستي عملدرآمد هدايت سره ووئېل په دې انكوائريز كښې غېر ضروري تاخير صورتحال لا پيچلے او غېر يقيني كوي ۔ميا رياض حسين پيرزاده ووئيل په دې پروژو كښې سينئر بيورو كريټس سره سره د لاندې ګريډ افسرانو او ملازمين هم د خپلې خوارۍ په ګټه د كور جوړولو په اميد كښې سرمايه كاري كړې ده٬خو هغوي د ډېرې مودې نه د پروژو بشپړېدو انتظار كوي۔وفاقي وزير ايف جي اي ايچ اے بورډ ته د انكوائرۍ رپورټ سفارشات او نتيجو په رڼا كښې د مناسبې كاروائۍ كولو هدايت سره ووئېل ټولې كاروائي منصفانه٬ سپيځلې٬جائز او په وخت پكار دي۔









