اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي تعليم د پرمختګ بنياد او د خلقو د غربت څخه د ويستلو تر ټولو موثر ذريعه ده٬ ځوانانو ته معياري تعليم٬جديد مهارتونه او د روزګار موقعې وركول د وخت مهم ضرورت دے٬پاكستان د زړه راښكونكې سرمايه كارۍ منزل جوړولو لپاره امن٬استحكام او د ملګرتيا نړيوالې اړيكې ضروري دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د …
ځوانانو ته معياري تعليم٬جديد مهارتونه او د روزګار موقعې وركول د وخت مهم ضرورت دے۔قيصر احمد شيخ
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي تعليم د پرمختګ بنياد او د خلقو د غربت څخه د ويستلو تر ټولو موثر ذريعه ده٬ ځوانانو ته معياري تعليم٬جديد مهارتونه او د روزګار موقعې وركول د وخت مهم ضرورت دے٬پاكستان د زړه راښكونكې سرمايه كارۍ منزل جوړولو لپاره امن٬استحكام او د ملګرتيا نړيوالې اړيكې ضروري دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نړيوالو تعليمي مشرانو غونډې او نندارتون كښې د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه كوم كښې چې عاطف اكرام شيخ٬پروفيسر ډاكټر ايم اقبال چوهدري او زهرا زمرت سلجوق پشمول مهمو شخصياتو ګډون كولو ۔وفاقي وزير ووئيل نړۍ په تندۍ سره بدليږي او مصنوعي ځېركتيا٬ډيجيټلائزېشن او جديد ټېكنالوجي د نړيوالو معيشتونو لاره ټاكي ٬په داسې كښې د پاكستان تعليمي نظام د جديدو تقاضو سره سمول او زده كوونكو ته عملي٬تكنيكي او ډيجيټل مهارتونه وركول ضروري دي۔ده ووئيل پاكستان كښې تر هر ماشوم د معياري تعليم رسنې لپاره به وسائلو له كار كول وي٬تعليم يوازې تر سند ترلاسه كولو محدود ساتلو په ځائے دا د روزګار٬اختراع٬كاروبار او معاشي پرمختګ سره به تړل وي دغسې چې ځوانان د هېواد معيشت كښې موثر كردار ادا كړي۔قيصر احمد شيخ ووئيل او آئي سي هېوادونو كښې د ځوانانو شمېره راتلونكو كلونو كښې نزدې تر 42 كروړه 70 لكه رسېدو امكان دے٬دا ځوانان د اسلامي نړۍ لپاره لويه اثاثه ده٬كه چرې دوي ته معياري تعليم٬جديد هنر او د روزګار مناسب موقعې وركړې شي نو دوي د معاشي پرمختګ٬جدت او خوشحالۍ ذريعه جوړېدې شي









