اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي بايد د صحت په معامله سياست ونه كړے شي٬ هر بنديوان ته د آئين و قانون او د زندان د مينوئل له مخې د صحت سهولتونه وركول د حكومت ذمه واري ده٬ د پي ټي آئي باني ته هم دا سهولتونه وركړے كېږي او بيا لپاره به هم وركولې كېږي خو …
بايد د صحت په معامله سياست ونه كړے شي، د پي ټي آئي باني ته د قانون له مخې طبي سهولتونه ترلاسه كېږي، په دارو درملو كښې هېڅ ابهام نشته٬ د نجي روغتون په اړه بايد د نظرثانۍ درخواست دائر كړے شي۔ عطاء الله تارړ
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي بايد د صحت په معامله سياست ونه كړے شي٬ هر بنديوان ته د آئين و قانون او د زندان د مينوئل له مخې د صحت سهولتونه وركول د حكومت ذمه واري ده٬ د پي ټي آئي باني ته هم دا سهولتونه وركړے كېږي او بيا لپاره به هم وركولې كېږي خو د نجي روغتون په اړه بايد د نظرثاني درخواست دائر كړے شي دغسې چې دا واضحه كړې شي چې دا حق ټولو بنديوانو ته ترلاسه دے كنه ؟ ۔ د شورو په ورځ د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري سره په ګډه د خبرو په مهال وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي باني په اړه تېره ورځ د سپريم کورټ پرېكړه راغلې ده ٬ كه مسلم ليګ (ن) په اقتدار كښې وي يا په اپوزيشن كښې٬ تل ئې دا پاليسي پاتې ده چې د صحت په معامله سياست نه دے كول پكار۔ ده ووئيل كله چې مسلم ليګ (ن) په اپوزيشن كښې ٶ نو تحريک انصاف په اقتدار كښې ٶ او د پي ټي آئي باني وزيراعظم ٶ چا چې به په سټېج اپوزيشن له پېغورونه وركول چې دوي كله زندان ته واچولې شي نو ناجوړه شي، دوي په زندان كښې د كور خوراكونه غٶاړي٬ د بدتميزۍ طوفان ئې جوړ كړے ٶ او خپل د ګوند كسانو ته ئې ووئيلي وٶ چې په ناروغتيا بشپړ سياست وكړئ۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د پي ټي آئي باني علاج او د صحت په اړه كله داسې خبره نه د كړې چې دا تاثر ترې ترلاسه شي چې حكومت د صحت په معامله سياست كوي۔ وفاقي وزير ووئيل هر بنديوان ته د آئين و قانون او د زندان د مينوئل له مخې د صحت سهولتونو حق ترلاسه دے، د پي ټي آئي باني ته هم دا سهولتونه وركړے كېږي او بيا لپاره به هم وركولې كېږي، ده ووئېل د حکومت ذمه واري ده چې ھغه په زندان كښې بنديوانو كسانو ته د زندان مينوئل له مخې طبي سهولتونه وركړي٬ دا يو حق دے چې هر بنديوان ته ترلاسه دے خو ولې ايا يو خاص نجي روغتون كښې د علاج سهولت هم هر بنديوان ته ترلاسه كېدے شي؟ ده ووئېل د قانون وزير په دې اړه واضحه كړې چې په دې معامله به د نظرثانۍ درخواست دائر كولې شي دغسې چې د دې سپېناوے وكړے شي۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل زمونږ قيادت يا مونږ كله د پي ټي آئي باني د صحت په اړه داسې كومه خبره نه ده كړې چې ترې د صحت په معامله د سياست تاثر ترلاسه شي، د صحت معامله هر چا سره راتللې شي٬ خو الله پاك مو دې د لويې نه اوساتي٬ ده ووئېل ما ته ھغه وخت هم ياد دے كله چې د پي ټي آئي باني په واشنګټن كښې وئيلي وٶ چې زه به ځم او په دوي به د كور خوراك او داروګان بندووم٬ په بېلو جلسو كښې هم هغه دا وئيلي وٶ كله چې دوي زندان كښې واچولې شي نو دوي نا جوړه شي، د الله تعاليٰ نه يره پكار ده او د لوي وېنا نه ځان ساتل پكار دے۔ ده ووئيل د نجي روغتون په حواله د نظرثاني درخواست دائر كول پكار دي خو د دارو درملو په سهولتونو كښې كوم ابهام نشته۔ د عظميٰ خان د پي ټي آئي باني سره د ملاقات په اړه ده ووئيل حكومت پرله پسې وئيل چې په دې معامله سياست يا سياسي بيان بازۍ څخه ډډه وكړې شي، عدالت هم قدغن لګولے چې سياست مه كوئ، د صحت معامله د سياست نه جلا پاتې كول پكار ده او حکومت به خپلې ذمه واري پالي۔ ده ووئيل د قانون وزير پرون هم د نجي روغتون په حواله خبره كړې ده٬ حكومت دا ګڼي چې د نظرثاني درخواست دائر كړے شي، كه داسې كوم مثام جوړېږي نو په دې حواله دا واضحه كول پكار ده چې دا حق ټولو بنديوانو ته ترلاسه دے كه نه ؟ ۔









