نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره پاکستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ د مخه ښې ملاقات

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ د مخه ښې اغستو ملاقات وكړو ۔ د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ نائب وزيراعظم د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه د مرستې  مضبوطولو لپاره د محمد يحييٰ د خدمات ستائنې كولو سره د ده په قيادت كښې د ملګرو ملتونو …

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ د مخه ښې اغستو ملاقات وكړو ۔ د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ نائب وزيراعظم د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه د مرستې  مضبوطولو لپاره د محمد يحييٰ د خدمات ستائنې كولو سره د ده په قيادت كښې د ملګرو ملتونو د کنټري ډلې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده محمد يحييٰ ته د ملګرو ملتونو ادارې يونائيټډ نيشنز آفس فار دي کوآرډينيشن آف هيومينيټيرين افيئرز (او سي ايچ اے) كښې د بشري چارو لپاره اسسټنټ سيکرټري جنرل او ډپټي ايمرجنسي ريليف کوآرډينيټر په مقرر كېدو مباركي وركړه۔ محمد يحييٰ په پاکستان كښې د خپلې تعيناتۍ په مهال په مرسته او ملاتړ د نائب وزيراعظم او خارجه وزارت مننې كولو سره پخپل نوي منصب كښې هم پاكستان سره د نزدې مرستې روانې ساتلوخوښي څرګنده كړه۔

مزید خبریں