اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د ايمرجنسي رسپانس كمېټۍ 14مه غونډه د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې وشوه كومه كښې چې په هېواد كښې د پشكال موجوده صورتحال٬قامي چمتوالي٬دريابونو كښې د اوبو جريان٬متوقع موسمي صورتحال او بيړني غبرګون انتظامات تفصيلي جاج واخست۔په غونډه كښې د اړوند ادارو لخوا د موسم تازه پيش ګوئي٬دريابوو …
د وزيراعظم په سپارښتنه د ايمرجنسي رسپانس كمېټۍ 14مه غونډه٬ د پشكال صورتحال او قامي چمتوالي جاج واغستلے شو
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د ايمرجنسي رسپانس كمېټۍ 14مه غونډه د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې وشوه كومه كښې چې په هېواد كښې د پشكال موجوده صورتحال٬قامي چمتوالي٬دريابونو كښې د اوبو جريان٬متوقع موسمي صورتحال او بيړني غبرګون انتظامات تفصيلي جاج واخست۔په غونډه كښې د اړوند ادارو لخوا د موسم تازه پيش ګوئي٬دريابوو كښې د اوبو جريان٬حساس سيمو٬ممكنه خطرو او بيړني صورتحال مخ نيوي لپاره شوو انتظاماتو په اړه جامع بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزير احسن اقبال ټولو اړوند ادارو ته حفاظتي او بيړني اقدامات په اړه په وخت د عملدرآمد باوري كولو هدايت سره ووئېل د ممكنه خطرو له مخې د ادارو ترمينځه موثر رابطه او كوټلې تګلاره دې اختيار كړی شي۔ده هدايت وكړو چې حساس او ځپليو سيمو كښې د ميشته آبادۍ تحفظ ته وړومبې پام لرنه وكړئ او د كوم هم بيړني صورتحال مخ نيوي لپاره ټول ضروري وسائل او انتظامات د وړاندې نه بشپړ كړئ۔









