اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع په ګرده نړۍ كښې مرستيالو كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئیلی دی په سخت او خطری حالاتو كښې د مرستيالو كاركنانو خدمات د ستائنې وړ دي، كوم چې د انسانيت، همدردۍ او د بې لوثه خدمت روښانه مثال دے٬ ده ووئیل بشري خواخوږۍ یوازی …
انساني همدردي د متاثرينو وقار، تحفظ او انصاف باوري كولو تقاضا لری۔ اعظم نذير تارړ
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع په ګرده نړۍ كښې مرستيالو كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئیلی دی په سخت او خطری حالاتو كښې د مرستيالو كاركنانو خدمات د ستائنې وړ دي، كوم چې د انسانيت، همدردۍ او د بې لوثه خدمت روښانه مثال دے٬ ده ووئیل بشري خواخوږۍ یوازی د سمدستي مرستې نوم نه دے بلكې د متاثرينو وقار، تحفظ او انصاف باوري كولو تقاضا هم لري۔ د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د قدرتي آفتونو او بحرانونو په مهال د مرستيالو كاركنانو كردار ډېر د قدر وړ دے، ده ووئیل بشري خواخوږۍ او د انسانيت احترام زمونږه مشتركه اخلاقي ذمه واري ده ٬ د بحرانونو په مهال د ځپليو د بنيادي حقونو تحفظ باوري كول ضروري دے۔ ده ووئيل مېرمنې٬ ماشومان٬ خاص كسان او د نورور بې وځله طبقو تحفظ نه بايدپام لرنه اوشي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان د ضرورت مندو انسانانو د مرستی او د انسانيت د احترام په اصولو ولاړ دے٬ دع ووئیل په ستونز مند وخت كښې د ځپليو سره اودرېدل د انسانيت تقاضا ده۔









