اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه ھغه ټولو انساني خدمت ګارو اوررضاکارو ته پېرزوئنې وړاندې كوي څوك چې د ضرورت په وخت د خلقو مرستې لپاره خپل ځان وقف كوي۔ د شورو په ورځ د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې …
پاکستان د سخاوت، رضاکاره خدمات او د ټولنی د خدمت پخپلو ډیرو رواياتو وياړ لري۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه ھغه ټولو انساني خدمت ګارو اوررضاکارو ته پېرزوئنې وړاندې كوي څوك چې د ضرورت په وخت د خلقو مرستې لپاره خپل ځان وقف كوي۔ د شورو په ورځ د بشري خواخوږۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده وئيل دا ورځ مونږ ته د خواخوږۍ، خدمت او د آفتونو او نورو هنګامي حالاتو څخه ځپلو خلقو سره د ملګرتيا كولو اهميت رايادوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل دا د دې عزم د تجديد موقع هم ده چې مونږ په اجتماعي توګه د کمزورو او متاثره طبقو مرسته او د انسانيت خدمت لپاره خپل كردار ولوبوٶ۔ ده ووئيل پاکستان د سخاوت، رضاکاره خدمات او د معاشرتي خدمت پخپلو زړو رواياتو وياړ لري، دا اقدار زمونږ په ټولنه كښې خاص حېثيت لري او په ستونز و كښې تل زمونږ د اولس د وحدت سبب جوړېږي۔ ده ووئيل په دې موقع زه انساني خدمت لپاره هڅې كوٶنكو ټولو كسانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم او همدردۍ، يووالي او د انسانيت خدمت اصولو لپاره د پاكستان د غزم پخلے كوم۔









